1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاتریش

يو افراطي ښی اړخی اتريشی د طالبانو له بنده آزاد شوی

۱۴۰۲ اسفند ۷, دوشنبه

په افغانستانکې حاکمې ډلې هغه افراطي ښی اړخی اتريشی آزاد کړی دی، چې له يوه کال راهيسي ورسره بندي وو. ۸۴ کلن هربرټ فرټز، د يوه ډېر ښی اړخه ګوند چې په ۱۹۸۸م کال کې بندیز پرې لګول شوی وو، شریک مشر دی.

په افغانستان کې بندي ډېر ښی اړخه مشر هربرټ فرتز، طالبانو آزاد کړی دی
په افغانستان کې بندي ډېر ښی اړخه مشر هربرټ فرتز، طالبانو آزاد کړی دیانځور: Arafat Barbakh/REUTERS

د اتريش حکومت د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال دفيبرورۍ ۲۵) وويل چې په افغانستان کې بندي ډېر ښی اړخه مشر هربرټ فرتز، طالبانو آزاد کړی دی. نوموړی تېر کال په افغانستان کې د سفر پر وخت نيول شوی وو.

د اتريش صدراعظم کارل نيهامر، د قطر له امير شيخ تميم بن حماد الثاني او د هغه له ټيم څخه د «بشپړې مرسته» له کبله مننه وکړه. 

نيهامر د ايکس له لارې وويل: «يوازې د باور وړ مرستې له کبله دا خبره شونې شوه چې دا اتريشی وګړی بيرته خپل کور ته راستون او له خپلې لور او لمسو سره يوځای شي.»

د اتريش د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې تر آزاديدو وروسته فرټز، د يکشنبې په ماسپښين له افغانستان څخه د قطر پلازمينې دوحه ته رسيدلی دی او که چېرې یې اړتيا وليدل شي نو اتريش ته د روانيدو تر مخه به یې په قطر کې طبي درملنه وشي.

فرټز په افغانستان کې څه کول؟

د اتريش د «Der standard» ورځپاڼې تېر کال په خپل يوه رپوټ کې ويلي ول چې هربرټ فرټز، په می میاشت کې په افغانستان کې د سفر پر وخت نيول شوی وو.

د ورځپاڼې په حواله ۸۴ کلن هربرټ فرټز، د ډېر ښی اړخه «نيشنل ديموکراتیک ګوند» شريک بنسټ ايښوونکی دی. دا ګوند په ۱۹۸۸م کال کې منع اعلان شوی وو.

نوموړی په يوې ډېرې ښی اړخه مجله کې «له طالبانو سره د رخصتيو» تر عنوان لاندې يوه مضمون تر خپريدو وروسته نيول شوی وو. په دې مضمون کې فرټز، په افغانستان کې د طالبانو تر حاکميت لاندې د عامو وګړو د ژوند په اړه يوه مثبته نظريه وړاندې کړې وه.

فرتز تیر کال افغانستان ته د سفر پر وخت نیول شوی ووانځور: Arafat Barbakh/REUTERS

د «ډېر ستاندارد» د تېر کال د رپوټ په حواله پر فرټز، د جاسوسۍ تورونه لګول شوي ول. د اتريش نويو نازيانو يا ډېر ښی اړخو د هغه د نيول کيدو خبر د ټليګرام له لارې خپور کړی وو.

د قطر حکومت له طالبانو خوښ دی

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د ټولنیزو رسنیو د ايکس پليټ فارم له لارې ويلي دي چې د اتريشي وګړي د آزادولو د افغانستان د سرپرست حکومت له پريکړې څخه خوښ دي.

د وزارت په اعلاميه کې زياته شوې ده: «قطر په سيمه ایزه او نړيواله کچه ثابته کړې ده چې په بېلا بېلو مهمو مسئلو کې يو د باور وړ نړيوال منځګړی دی.» وزارت ويلي دي چې «د افغانستان سرپرست حکومت دې ته هڅوي چې خپلو هیلو ته د افغانانو د رسېدو په موخه دې د رغنده خبرو اترو لاره خپله کړي.»

قطر په ۲۰۱۳م کال کې طالبانو ته په دوحه کې د دفتر پرانيستو اجازه ورکړې وه. خو په کابل کې د حکومت تر پرځيدو او په افغانستان کې د واک پر ګدۍ د طالبانو تر کښيناستو وروسته پر قطر په نړۍ کې ترهګرۍ ته د ودې ورکولو په څېر تورونه هم لګول شوي ول.

طالبانو چې تر اوسه د نړۍ د يوه هېواد له خوا هم په رسميت نه دي پيژندل شوي، څو ورځې تر مخه یې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نړيوال کنفرانس کې له ګډونه ډده کړې وه. دې ډلې ويلي ول چې يوازې په هغه صورت کې به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي چې د دوی ځيني شرطونه ومنل شي، خو ملګرو ملتونو د طالبانو د شرطونو له منلو څخه انکار کړی وو.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل