1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

يو افغان د برید د طراحۍ په تور د بند په سزا محکوم سو

گل غوټۍ پوپل | اسوشتیدپرس
۱۴۰۴ آبان ۲۹, پنجشنبه

په امریکا متحده ایالاتو کې څارنوالانو د چهارشبنې په ورځ اعلان وکړ چې یو افغان تنکی ځوان چې په اوکلاهما کې یې د ټاکنو په ورځ د یوه برید په طرحه کولو اعتراف کړی و، په ۱۵ کاله بند محکوم سوی دی.

د څارنوالانو په حواله يو افغان په امريکا کې د برید د طراحۍ په تور د بند په سزا محکوم سو
آرشیف:د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې د وزارت لوگو انځور: Mark Lennihan/AP/picture alliance

د محکمې د اسنادو له مخې، د اوکلاهما د ایالت د مور د ښار اوسیدونکی، عبدالله ح. په قصدي  ډول د وسلې د ترلاسه کولو او په یوه ترهگريز برید کې د وسلې او مهماتو د ترلاسه کولو د دسیسې په تور محکوم سوی دی.

دغه ۱۹ کلن ځوان دافغانستان تبعه دی او د امریکا متحده ایالاتو قانوني دایمي اقامت لري.

د محکمې د اسنادو له مخې، دغه افغان ځوان مخکې لا موافقه کړې وه چې له زندان څخه تر خلاصیدو وروسته به له متحده ایالاتو څخه اخراج سي.

د نوموړي ځوان وکیل، جیف بایزر د چهارشنبې په ورځ د دغه حکم په هکله له نظر ورکولو څخه ډډه وکړه.

دوهم تورن کس له له لاسختې سزا سره مخامخ دی

په دغه قضیه کې د نصیر ا. په نوم یو بل کس هم تورن دی. دغه ۲۷ نارینه چې مخکې یې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په یوېپوځي اډې کې کار کړی دی، د داعش ډلې ته یې د مادي ملاتړ د وړاندی کولو له پاره په دسیسې او هڅې اعتراف کړی دی. هغه د زندان تر ۳۵ کلونو پورې سزا سره مخامخ دی.

څارنوالانو ویلی دي چې دغو دوو نارینه وو د کلاشینکوف ټوپکونو او مهماتو د چمتو کولو له پاره ځیني اقدامات ترسره کړي او غوښتل یې چې د تیر کال د انتخاباتو په ورځ د یوه ستر جمعیت په وړاندې برید ترسره کړي.

د «اف بي آی»د دفتر رئیس، داگ گودواتر په اوکلاهما سیتي کې په یوې وینا کې وویل: "تورن کس [عبدالله] او د هغه ملگري په بې شرمۍ سره هغه هیواد ته شا واړوله چې دوی ته یې خوندیتوب او پناه ورکړې وه او د داعش په استازیتوب یې د امریکا متحده ایالاتو په وړاندې د تاوتریخوالي دسیسه پلان کړه."

د "اف بي آی" یوه مامور چې تیر کال یې به یوې غونډه کې شاهدي ورکړې وه، وویل چې دغه تنکي ځوان، په داعش پورې مربوطې یوې شبکې سره د اړیکو د ټینگولو له پاره له تیلگرام مسینجر څخه استفاده کړې وه چې د هغه اقداماتو ته یې لارښونه کوله او نوموړي تنکي ځوان دغې ډلې ته د وفادارۍ لوړه کړې او ویلی یې وو "هر کار چې هغوی [داعش] وغواړي، هغه به یې ترسره کړي."

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب