مالي، چې یو اته کلن پلژیکي مالینوز سپی دی، د جمعې په ورځ د دینکن مډال ترلاسه کړ. دغه مډال دPDSA ویترنري خیریه سازمان له خوا ورکول کیږي او چې د «ویکتوریا کراس مډال» معادل بلل شوی دی. ویکتوریا کراس مډال په بریتانیا کې زړرتیا له پاره تر ټولو معتبر نښان دی.
خیریه بنسټ ویلي دي چې مالي دوه ځلي د نښتو پر مهال د چاودیدونکو موادو لټولو له پاره استول شوی وو. هغه همداراز د نښتو په سیمه کې بریتانیایي ځواکونو ته یاغیان هم ښودلي دي. دغو ځواکونو بیا له همدې کبله «ډیرې اړینو څو ثانیې وخت لره» چې پر دغو یاغیانو باندې ډزې وکړي.
دینکن مډال له ۱۹۴۳ کال راهیسې هغو حیواناتو ته ورکول کیږي چې له پوځ، پولیسو او ژغورنکو سره په زړورتیا مرسته کوي. تر دې مخکې دغه مډال د پولیسو اسونو، د پیغام استوونکو کوترو، او همداراز یوې پشو ته ورکول شوی.
خو دغه لومړی پوځي سپي نه دی چي په افغانستان کي د بهرنيو عسکرو سره د مرستي له کبله ستايل کيږي. د دې څخه ترمخه هم يو شمېر پوځي سپيانو ته په افغانستان کي د خدمت له پاره مډالونه ورکول سوي دي. په دغو سپیانو کي يو مشهور سپی د بوبي په نوم ياديږي چي په ۱۸۸۰ د افغانستان په ميوند کي په جګړه کي ژوندی پاته سوی ؤ. د هغه وخت بريتانوی ملکې ويکټوريا دغه سپي ته مډال ورکړی ؤ.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (۲۰۱۶):
انځورونه: د نړۍ د تر ټولو بدرنگه سپيانو سيالي
د نړۍ تر ټولو بدرنگه سپي د ټاکل کیدو سیالي په ۲۰۱۶ کال کې په کالیفورنیا کې ترسره شوه. په پای کې د کاکُل یا اُربل لرونکي چنایې نسل سپی د نړۍ تر ټولو بدرنگه سپي په توگه وټاکل شو. د دغو مراسمو انځوریز رپوټ.
انځور: Getty Images/AFP/J. Edelsonپه دغه سیالۍ کې چې په کالیفورنیا کې ترسره شوه، مختلف ډوله سپي د نړۍ تر ټولو بدرنگه سپي په توگه د انتخابیدو له پاره راوړل شوي ول.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Dasilvaد سیالۍ په پای کې د چنایې نسل دغه کاکل یا اُربل لرونکی سپی د ۲۰۱۶ کال د تر ټولو بدرنگه سپي په توگه وټاکل شو.
انځور: Getty Images/AFP/J. Edelsonد چنایې نسل کاکل لرونکي سپي یوازې د سر او پښو په برخه کې ډیر لږ ویښتان لري.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Dasilvaیو له هغو سپو څخه چې د کال تر ټولو بدرنگه سپي د انتخاب په سیالۍ کې یې برخه اخیستې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Dasilvaد نړۍ تر ټولو بدرنگه سپي د انتخاب سیالي هر کال په امریکا کې ترسره کیږي. د مختلفو نسلونو سپي په دغه سیالۍ کې گډون کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Dasilvaد «بروکسل گریفون» نسل سپی هم د کال تر ټولو بدرنگه سپي د انتخاب په سیالۍ کې برخه اخیستې وه.
انځور: Getty Images/AFP/J. Edelsonیو له هغو سپو څخه چې په دغو سیالیو «د نړۍ ټولو بدرنگه سپي انتخاب»کې یې برخه اخیستې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Dasilvaد چنایې نسل هغه کاکل لرونکی سپی چې په دغو سیالۍ کې د انتخابیدو له پاره راوړل شوی وو.
انځور: Getty Images/AFP/J. Edelsonاوسني سپو د لیوه د هغو نسلونو څخه منشاء اخیستی ده چې د اروپا او نږدې ختیځ په دوو سیمو کې یې یو له بل څخه جلا ژوند کاوه.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Dasilvaپه دغه سیالۍ کې گډون کوونکو سپو د نورو حیواناتو په پرتله ډیره تنوع درلوده.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Dasilvaد ټولې نړۍ په کچه د سپو تر ۴۰۰ ډیر ډولونه وجود لري.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Dasilvaد ډیرو هیوادونو په کلتور کې سپي ته د یوه وفاداره او انسان دوست حیوان په سترگه کتل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Dasilvaد نړۍ تر ټولو بدرنگه سپي د انتخاب په سیالیو کې یو له گډون کوونکو سپو څخه.
انځور: Getty Images/AFP/J. Edelsonد کال د تر ټولو بدرنگه سپي د انتخاب سیالي د امریکا متحده ایالاتو په کالیفورنیا ایالت کې ترسره شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Dasilva