1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه روسي زده کوونکي پر ټولگيوالو تر ډزو وروسته خپل ځان وژلی

۱۳۹۸ آبان ۲۳, پنجشنبه

د روسیې د يوې لېرې پرتې سيمې په يوه کالج کې يوه زده کوونکي پر خپلو ټولگيوالو ډزې کړي چې په پایله کې یې يو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي. زده کوونکي بيا خپل ځان هم وژلی دی.

Russland Ein Toter und drei Verletzte bei Schusswaffenangriff an Schule in Blagoweschtschensk
انځور: AP/V. Kulikova

د آلمان خبري آژانس د روسي چارواکو په حواله خبر ورکړې  چې دغه پيښه د پنجشنبې په ورځ د چين سرحد ته نژدې په يوه کالج کې رامنځ ته شوې ده. د روسيې يوې معتبرې تحقيقاتي ادارې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې د پيښې عامل يو ۱۹ کلن ځوان ښوول شوی. زياته شوې چې هغه د روسيې په بلاګووشچنسک ښار کې زده کړې کولې. دغه ځوان د کالج په څلورم کال کې وو او د يوه غلي او آرام زده کوونکي په توګه معرفي شوی دی.

اعلاميه کې زياته شوې چې هغه د يوه ښکاري ټوپک څخه په استفادې لومړی پر خپلو څلورو ټولگيوالو ډزې کړي او بيا يې خپل ځان ويشتلی دی. د پيښې درې قربانيان روغتون ته رسول شوي او تر عاجلو درملنو لاندې نيول شوي دي.

هغه ټولګی چې ډزې په کې شويانځور: Reuters/Investigative Committee of Russian Federation

دغې ادارې يوه ويډيو هم خپره کړې چې په هغې کې چارواکي په هغه ټولګي کې چې ډزې پکښې شوي، د څيړنو پر مهال ښيي.

د روسيې دولتي رسنيو د پيښې د عامل په هکله ويلي چې هغه د خپل ټوپک خوله تر هغه وروسته خپل ځان ته واړوله چې چارواکي د پيښې ځای ته ورسېدل.

د روسيې خبري آژانس د هغه په اړه د يوه زده کوونکي له قوله ليکلي: « هغه یو غلی او آرام هلک وو. هغه ته چا څه نه وو ویلي، حتی يو کس هم.» سرچينې د زده کوونکي له قوله زياته کړې: «هغه کالج ته له يو ټوپک سره راغی او له رسيدو سره سم يې ډزې پیل کړې.»

د روسيې په ښوونځيو کې د وسلو د بريدونو دغه ډول پيښې په ډير ندرت سره رامنځ ته کيږي. په روسیه کې د خلکو له خوا د وسلو پر ليږد ډيره سخته پابندي موجوده ده.  دولتي رسنيو ويلی دي چې دغه زده کوونکي خپل ټوپک په قانوني توګه په خپل نوم ثبت کړی وو.

د رپوټونو په حواله تير کال هم روسيې پورې اړوندې کريميا په مربوطاتو کې پر زده کوونکو باندې يوه خونړۍ حمله ترسره شوې وه. دغه حمله په ۱۹۹۹م کال کې د امريکا متحده ایالاتو د کولومباين ليسې عام وژنې ته ورته حمله ښوول شوې وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب