1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

«راکټي» سړی د انګليس کانال له اوبو تېر شو

۱۳۹۸ مرداد ۱۳, یکشنبه

يو فرانسوی سپورټ مېن د مانش يا انګليس کانال د اوبو د پاسه الوتلی او له فرانسې څخه بريتانيې ته رسېدلی دی. فرانکي څاپاتا ويلي چې په دې سره د هغه «د ژوند يو لوی ارمان» پوره شوی دی.

Frankreich Saint Inglevert | Flyboard-Erfinder und «Raketenmann» Franky Zapata
انځور: Reuters/P. Rossignol

دغه ۴۰ کلن سړی چې د جېت سکي کښتيو نړيوال اتل هم دی، د «فلاي بورد» په نوم د يوې الوتونکې تختې په مرسته خپل هدف ته رسېدلی دی. په خپله دوهمه هڅه کې اوس دغه فرانسوی سپورټ مېن بريالی شوی دی. د «الوتونکي سړي» په نوم شهرت لرونکی فرانکي څاپاتا د فرانسې له شمال څخه د انګلستان د دوور ښار د مارګرېتس ساحل ته رسېدلی دی. څاپاتا د فرانسې په شمال کې د سنګات په کلي کې خپل سفر پيل کړی او ۲۲ دقيقې وروسته انګلستان ته رسېدلی وو. هغه په دغه سپورټي هڅه کې د درو چورلکو له خوا هم بدرګه کېده. د لارې نيمايي کې په يوې کښتۍ باندې د تېلو د ډکولو په منظور تر کښته کېدو وروسته، څاپاتا د زيګ زاګ يا کاږه واږه مسير د لارې بريتانيې ته رسېدلی دی. نوموړي وويل: «کله چې انګلستان ته نزدې کېدلم، نو غوښتل مې چې خوشحالي اظهار کړم، څو خپل دردونه راڅخه هېر شي. پښې مې ډېرې زياتې خوږېدلې.» د هغه په سر باندې داسې يوه خوله هم وه چې د سفر سرعت يې ورته ښود، چې په ساعت کې د ۱۶۰ او ۱۷۰ کيلومترو تر منځ اټکل کيږي. 
څاپاتا ډېر احساساتي او خوشحاله وو

څاپاتا د الوتنې پر مهالانځور: Reuters/J.-P. Pelissier

د ۳۵ کيلومتره اوږده مسير تر وهلو وروسته څاپاتا ډېر احساساتي او خوشحاله وو. سره له دې چې هر څه د پلان سره سم تر سره شول، خو د الوتونکې تختې يا «فلاي بورد» په واسطه دغه الوتنه ډېره سخته هم وه. د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۵مه د څاپاتا لومړۍ هڅه ناکامه شوې وه او هغه بايد د انګليس کانال د منځ له اوبو څخه ژغورل شوی وای. هغه په يوې کښتۍ باندې د تېلو د اچولو په منظر د کوزېدو په مانور کې اوبو ته ورلوېدلی وو. تېل يې د ملا تر شا په يوه بکس کې له ځان سره لېږدول. دا ځل د تېلو کښتۍ لا غټه او پلنه وه چې له کبله يې دغه دوهمه هڅه اوس بريالۍ وختله.

AFP/NS/AWA

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب