۱۹ قيراطه مستطيل شکله برش شوی دا د «Pink Legacy» په نوم آلماس د سه شنبې په ورځ د ژنيو په کرستيز کې چيرته چې تل سترې بولۍ تر سره کيږي، په ۵۰ ميليونه امريکايي ډالرو وپلورل شو.
د کرستيز شرکت له خوا ويل شوي چې د ډبرو مشهور پلورونکی (زرگر) هیري وينستون دا آلماس رانيولی دی. خو د پلورونکي په هلکه معلومات نه دي ورکړل شوي.
انتظار کيده چې دا آلماس به د ۳۰ او ۵۰ ميليونو ډالرو ترمنځ وپلورل شي. د کرستيز شرکت له خوا ويل شوي چې دا آلماس د قیراط په سر په داسې لوړې بيې وپلورل شو چې تر دې مخکې ساری نه لري. په دې ترتیب سره نو «Pink Legacy» په دې ډول بوليو کې پلورل شوی دويم تر ټولو قيمتي آلماس شو.
د کرستيز له خوا ويل شوي چې دا ډبره د خپل کيمياوي جوړښت له کبله د «vivid» په کتگورۍ کې درجه بندي شوې وه چې دا د گلابي رنگه آلماسو څخه هغه دي چې تر ټولو زيات خالص وي.
د ډبرې منځ د هر ډول کرښو پاک دی او د پلاتينوم پر يوه حلقه نصب شوې ده. دا آلماس يو وخت د اوپنهايمر د کورنۍ ملکيت وو چې د «دي بيرز» په نامه د آلماس د گاڼې د جوړولو شرکت یې په نړۍ کې د آلماسو يو له سترو شرکتونو څخه دی.
زموږ له آرشيف څخه:
د نړۍ د سرو زرو تر ټولو لوی کان په اندونیزیا کې دی. د ګراس برګ له دغه کان څخه د سرو زرو تر ایستلو وروسته پاتې شونې په دریاب کې غورځول کیږي. د کامور قبیلي غریب خلک بیا له دغو پاتې شونو څخه د سرو زرو د را ایستلو کوښښ کوي. انځور: Getty Images/U. Ifansasti د اندونیزیا حکومت هر کال په اوسط ډول ۷۰ میلیارده ډالره د «ګراس برګ» د کان له درکه عایدات لري. خو د دغه کان بل لور ته اوسیدونکي د «ایکوا» له سیند څخه د کبانو پر نیولو او یا هم د کان له هغه پاتې شونو څخه چې په سیند کې غورځول کیږي، د سرو زرو دراتو د پيدا کولو له لارې خپله روزي برابروي.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti د ایکوا، له سیند څخه د سرو زرو د را ایستلو په فکر کې له لرو لرو ځایونو څخه هم خلک راغلي او دلته میشت شوي دي. خو له دې کان څخه په ترلاسه کیدونکي ۷۰ میلیارده ډالره عاید کې دوی ته د نشت، برابر برخه ورکول کیږي.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti د کان کیندنې د ساحې د پراخیدو له امله د سیمي یو شمیر خلک بې کوره شوي دي. د کان کیندونکي کمپنۍ «فري پورټ» په حواله دوی ۳۰۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه مساعده کړی ده، خو په دې ځای کې د اوسیدونکو فیصدي په کښې یوازې ۳۰ سلنه ده.
انځور: Getty Images/AFP/O. Rondonuwu د سرو زرو د لوی کان درلودلو سربیره انډونیزیا د مسو د معدن یا تولید له کبله هم د نړۍ دریم لوی هیواد دی. د ګراس برګ کان د دغه هیواد په پاپوا ایالت کې واقع دی.
انځور: Getty Images/AFP د ګراس برګ له معدن څخه نږدې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه پاتې شوني د ایکوا دریاب ته غورځول کیږي، چې له امله تر ټولو زیات زیان هغه په زرګونه زره هکټاره ځنګل او څړ ځایونو ته رسیږي چې له دغه دریاب څخه اوبه کیږي.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti د سيند په خټو کې پټ سره زر
د ایکوا سیند ته نږدې اوسیدونکي بې وزله خلک په سیند د کان له غورځول شویو پاتې شونو څخه د سرو زرو د ذراتو را ایستلو کوښښ کوي. په اوسط ډول دوی په ورځ کې نږدې یو ګرام سره زر ترلاسه کوي.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti په ۲۰۱۵ م کال کې د هغو ۱۲۰۰۰ کسانو پر ضد قانوني اجرائت شوي دي چې په غیرقانوني توګه یې پر کان کیندنې لاس پورې کړی وو.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti د کان کيندنې پر مهال استعمالیدونکو خامو موادو په چاپیریال هم ناوړه اغیزې پریښې دي.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti د سرو زرو کارو بار له امله په غیرقانوني خرڅلاو یا تور بازارونه هم ډیر شوی دي. د ګراس برګ په شاوخوا سیمه کې غیر قانوني اقتصاد د ودی په حال کې دی چې له امله یې د جرایمو کچه هم مخ پر لوړیدو ده.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti