يو ۱۴ کلن افغان مهاجر د آلمان په ويسبادن ښار کې ونيول شو. پر دغه افغان او يوه عراقي مهاجر باندې تور دی چې پر يوې ۱۱ کلني نجلۍ يې جنسي تيری کړی دی. عراقی ځوان په يوه بل تيري او قتل هم تورن دی.
انځور: Getty Images/S. Gallup
اعلان
د آلمان د ويسبادن ښار څارنوالانو د يوه ۱۴ کلن افغان مهاجر د نيولو خبر ورکړی دی. پر دغه افغان تور دی چې د روان کال په می مياشتې کې يې له يوه عراقي مهاجر علي ب. سره په گډه پر يوې ۱۱ کلنې نجلۍ جنسي تيری کړی دی.
په رپوټ کې د نيول شوي افغان مهاجر د هويت په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي.
علي ب. چې د افغان مهاجر د جرم شريک ګڼل کيږي، ورباندې تور دی چې د روان کال په می مياشتې کې يې يوه آلمانۍ نجلۍ تر جنسي تيري وروسته وژلې ده. پوليسو بيا څو ورځي ورسته ۱۴ کلنه سوزانا مړه وموندله. د ويسبادن ښار څارنوالۍ دغه راز ويلي دي چې نيول شوی افغان د سوزانا د قتل د قضيې شاهد هم دی.