پوليسو د ليدونکو لخوا ځان وژني ته د ځوان د تشويقولو موضوع نه ده تائيد کړې، خو د پيښې په تړاو يې ددغه مرکز له هغه کارکونکي څخه تحقيقات پيل کړي دي، چي ويلي يې وه، خلکو مهاجر تشويق کړی ؤ.
وژل شوی سوماليايي مهاجر د اپریل دمياشتې راپديخوا په شمولن ښار کې اوسيده او د جمعې په ورځ د ځوانانو دغه مرکز ته راوستل شوی وو. هغه چې ويل کيږي روحي ناروغي يې لرله، یاد مرکز ته تر راووستلو دمخه يوه اوونۍ په يوه کلينيک کې تر درملني لاندې وو.
پرورته موضوع انځورونه زموږ د آرشیف څخه(01.07.2016)
د افغانستان نه ختمیدونکې ناامني او په آلمان کي نامعلوم انتظار
جرمني ته تازه رسېدلي افغان مهاجر د برلین په پخواني «تمپلهوف» هوایي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي. ځينو مهاجرو تر پنځو میاشتو زیات وخت په دې ځای کې تیر کړی دی او يوې ښې راتلونکې ته هیلي نه لري.
انځور: DW/R. Shirmohammadi
په برلین کي ګڼه ګوڼه زياته وي. خو په دغه ښار کې ټول ښه ژوند نه لري. د دې کمپ ځیني اوسیدونکي که وغواړي چې دباندي ووزي بايد د کمپ له مسئولانو څخه اجازه واخلي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi
که څه هم دا د پناه غوښتونکو موقت کمپ دی، او د آلمان د قوانیو له مخې باید مهاجر تر درو میاشتو وروسته له دې ځای خپل دایمې کمپ ته ولیږدول شي، خو دلته داسي مهاجر شته چې تر پنځو میاشتو یې ډیر وخت تیر کړی دی.