1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټرمپ: افغانستان کې د امریکا وسلې بازارونو کې پلورل کېږي

امید دیدار
۱۴۰۳ مرداد ۵, جمعه

د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند دونلد ټرمپ ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې د ۸۵ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې پریښي او اوس په بازارونو کې لاس پر لاس کيږي. طالبان وايي، وسلې خوندي دي.

ټرمپ: افغانستان کې د امریکا وسلې بازارونو کې پلورل کېږي
ټرمپ: افغانستان کې د امریکا وسلې بازارونو کې پلورل کېږيانځور: Charles Rex Arbogast/AP/dpa/picture alliance

د امریکا  پخواني ولسمشر او د دغه هيواد ولسمشرۍ د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې د ۸۵ میلیارده ډالرو وسلې او پوځي تجهیزات پریښي او هغه اوس په ازاد بازار کې پلورل کېږي.

ډونلډ ټرمپ چې د پنجشنبې په ورځ یې د انتخاباتي غونډو په لړ کي يوې غونډې ته وینا کوله وویل، هغه وسلې او نظامي تجهیزات چې د ده د واکمنۍ پر مهال رانيول شوي ول، له افغانستانه د وتلو پر مهال پرېښودل شول او دا چې هغه وسلې او نظامي تجهیزات اوس طالبان پلوري.

ټرمپ وویل، افغانستان دا مهال د نړۍ په کچه د وسلو او نظامي تجهیزاتو د پلور «دویم یا دریم» هېواد دی.

هغه زیاته کړه: «هغه تجهیزات چې ما رانيولي ول، هغوی [د بایډن حکومت] په افغانستان کې پرېښودل. په افغانستان کې اوس طالبان دي او دا هېواد په نړۍ کې د نظامي تجهیزاتو د پلور دویم یا دریم هېواد دی. هغوی [طالبان] دا ګران بیه توکي پلوري او زیاتې پیسې تر لاسه کوي. ځکه هغوی ۷۰۰،۰۰۰ زرو ټوپکو ته اړتیا نه لري. هغوی ۷۷زره نظامي ټرکونو او موټرو ته اړتیا نه لري.»

کابل کې د طالبانو سرتیريانځور: Mohammed Shoaib Amin/AP Photo/picture alliance

ډونلډ ټرمپ  په دغې غونډې کې خلکو ته په خطاب کې وویل: «تاسې زموږ د تاریخ د تر ټولو شرموونکې شېبې په اړه فکر وکړئ. زموږ د هېواد له پاره د تاریخ تر ټولو شرموونکې شېبه وه، چې موږ له هغه ځایه ووتلو. دا ضعف و. موږ به وتلو؛ خو په وقار او عزت سره به وتلو.»

هغه وویل، اړتیا وه چې دا ټول پوځي تجهیزات او وسلې باید له افغانستانه ایستل شوي وای؛ خو هغه پرېښودل شوې.

بل پلو د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو تازه ویلي دي چې په افغانستان کې ټولې وسلې او نظامي تجهیزات خوندي او ډاډ ورکوي، چې په «ښه ډول» به یې ساتنه وکړي.

د طالبانو  د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد وویل: «وسایل هم الحمدلله خوندي دي. اسلحې هم خوندي دي. نظامي میدانونه هم خوندي دي. طیارې هم خوندي دي. هر څه خوندي دي. هېڅوک دې تشویش نه کوي. څه چې پاتې شوي دا غنیمت دی، د بیت المال مال دی او موږ یې ساتنه کوو.»

بل پلو د جمهوري حکومت پر مهال پاکستان کې افغان سفیر عمر داودزي دویچه ویله ته وویل، د طالبانو له واکمنۍ راوروسته د دوی د حکومت وسلې له ټي ټي پي او یو شمېر نورو وسله والو ډلو سره لیدل شوي دي.

هغه وویل: «له ټي ټي پي سره د دوی اسلحه لیدل کېږي. یا په منطقه کې له نورو تروریستي ګروپونو سره د دوی اسلحه لیدل کېږي.»

امریکايي پوځیان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه ووتل او طالبان د دویم ځل له پاره پر دغې هېواد واکمن شول.

له دغې هېواد څخه د امریکا تر وتلو وروسته وسلې، ټانکونه، نظامي موټر، مهمات او ګڼ نور نظامي تجهیزات له امریکا او پخواني حکومت څخه طالبانو  ته پاتې شوې؛ چې د ټرمپ تر څرګندونو وړاندې یې هم د پلور او سمبالښت په اړه اندېښنې موجودې وې.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب

شمالی امریکا