ترمپ روسيه اوکراين ته د تاماهاوک توغنديو په استولو ګواښلې
۱۴۰۴ مهر ۲۱, دوشنبه
د ترمپ په خبره، امکان لري د امریکا متحده ایالات د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته گواښ وکړي، که روسیه پر اوکراین باندې خپل بریدونه بند نه کړي نو کیف ته به د اوږده واټن ویشتونکي کروز توغندیو «تاماهاوک» ډوله سیستمونه واستوي.
ترمپ د یکشنبې په ورځ، منځني ختیځ ته له خپل سفر مخکې د ایر فورس ون په نوم د ولسمشر په ځانګړې الوتکه کې، خبریالانو ته وویل: "ممکن له هغه ( پوتین) سره خبرې وکړم. امکان لري چې ووایم : که دغه جگړه پای ته ونه رسیږي، زه تاسو ته تاماهاوک استوم."
هغه زیاته کړه: "تاماهاوک د پوځي یرغل نوی پړاو دی. آیا غواړئ چې تاماهاوک ستاسو پر لور والوزي؟ زه فکر نه کوم. "
اړوند:روسيې پر کیف د ډرونونو او توغندیو«درنې حملې» کړي
د روان کال په اگست کې په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د هغه له لیدنې راهیسې، چې د سولې په اړه پکې هیڅ ډول پرمختگ ترلاسه نه سو، واشنگټن، کیف ته د خپلو اروپايی متحدینو له لارې ددغه ډول توغندیو د ممکنه استولو د ارزونې په حال کی دی.
د کریملین د ماڼۍ ویاند، دیمتري پسکوف د یکشنبې په ورځ "له ټولو خواوو څخه د کړکیچڼو د زیاتوالي د واقعاً ډراماټیکې شیبې " څخه خبرداری ورکړ. هغه وویل: «د تاماهاوک موضوع موږ ته سختې اندیښنې راپیدا کړې دي.» پوتین هم مخکې اعلان کړی و چې کیف ته د تاماهاوک کروز توغندیو استول «د نښتو د شدت یو بشپړ نوی پړاو» شمیرل کیږي.
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي، پرله پسې دوه ورځې له ترمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې او هغه یې د خپل هیواد په شخړه کې د منځگریتوب له پاره ترفشار لاندې راوست.
زیلنسکي په یوه تویت کې اعلان وکړ چې په دغو خبرو اترو کې زیاتره د دافع هوا د سیستم، د لیري واټن ویشتونکو تسلیحاتو او د روسیې تر مکررو بریدونو لاندې انرژۍ څانگې د ساتنې په هکله بحثونه ترسره سوي دي. هغه دا ونه ویل چې آیا له ترمپ څخه یې د تاماهاوک د توغنیدو غوښتنه کړې ده او که نه.