1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټرمپ: طالبان «ډېر کلک ډېر ځيرک او هوښيار» دي

۱۳۹۹ شهریور ۲۹, شنبه

ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ‌ طلبان ستايلي او ويلي يې دي‌ چې هغوی «کلک او ځيرک» دي. ترمپ دا هم وويل چې متحده آيالات د دغې افغانې وسله والې ډلې سره ښه او وړ چلن کوي.

USA Fort Myer Trump Rede Afghanistan Strategie
انځور: Getty Images/M. Wilson

د امريکا متحده آيالاتو ولسمشر دنالد ترمپ‌ يوې خبري‌ غونډې ته وويل چې «موږ له طالبانو سره ښه چلن کوو.»‌ ترمپ دا هم زياته کړه چې «هغوی ډېر کلک او ډېر ځيرک دي، هغوی ډېر هوښيار دي،‌ خو تاسو پوهيږئ چې اوس ۱۹ کاله کيږي او دوی هم له جګړو ستړي دي که منصفانه خبره وکړو.»

د امريکايي عسکرو د ايستلو لړۍ دوام لري

دونالد ترمپ دا هم ويلي دي چې ډېر ژر به يوازې ۴۰۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاته وي. ترمپ د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې له دې وړاندې وويل: «موږ به په افغانستان کې ډېر ژر، يعنې په راتلونکو اوونيو کې، ۴۰۰۰ ته او بيا له ۴۰۰۰ کم شمېر ته عسکر راکم کړو.»

خو يو دقيق زماني چوکاټ يې بيا هم په ګوته نه کړ. ولسمشر وويل چې له طالبانو سره روانې خبرې «ښې» پر مخ ځي. د اګست مياشتې په پيل کې متحده آيالاتو د ناټو نور متحدين په دې خبر کړي ول چې خپل نور عسکر به له افغانستان څخه وباسي. هغه مهال هم وويل شول چې د نومبر مياشتې تر پايه پورې به يې د ځواکونو شمېر له ۵۰۰۰ څخه هم کم کړل شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې تقريبا ۸۶۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې مېشت ول. د افغانستان جکړه د امريکا متحده آيالاتو په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده. د ۲۰۰۱ کال راهيسې امريکايي سرتېري په افغانستان کې مستقر دي.  

ا./ن.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل