1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټوله ایټالویان باید د کرونا ویروس په سبب د کورو څخه ونه وزي

۱۳۹۸ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

د ایټالیا حکومت پرون شپه اعلان وکړ، چي ټوله ۶۰ ميلیونه ایټالویان دي د کرونا ویروس د پراخیدو په سبب په خپلو کورونو کي پاته سي.

Italien Regierung schränkt Reise- und Versammlungsfreiheit im ganzen Land ein
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Calanni

د ايټاليا حکومت ددې دمخه د دغه هيواد په شمال کي د کرونا ویروس په سبب نافذ سوی بنديز ټول هیواد ته وغزاوه. د نوو مقرراتو پراساس خلگ باید یوازي هغه وخت له کوره راووزي، چي ډیر مجبوره وي.

مثلأ سودا اخلي، ډاکتر ته ځي، خپل د ناجوړو دوستانو پالنه کوي او یا کار ته په تگ سره مجبوره وي. د دغو نوو مقرراتو پراساس د دوستانو او ملگرو څخه لیدنه او یا په نورو منطقو کي چکر وهل منع دي.

په ټول هیواد کي سینماوي او تیاترونه وتړل سول، دوکانونه او رستورانونه یوازي د یوه محدود او لنډ وخت له پاره خلاصیږي.

همدارنگه په ټوله ایټالیا کي مکتبونه، پوهنتونونه او وړکتونونه د مارچ د نیمايي څخه د اپریل میاشتي تر شروع پوري تړلي پاتیږي. خو بين المللي هوايي او مځکني ارتباطات او همدارنگه داخلي عامه ترانسپورټ به قطع نه سي.

د ایټالیا صدراعظم، جوزیفه کونته پرون ماښام د نوو مقرراتو د نافذولو په ارتباط وویل، ددې له پاره چي د کرونا ویروس د پراخیدو څخه مو مخنیوی کړی وي، باید هیڅ وخت ضایع نه کړو.

د ایټالیا صدراعظم، جوزیفه کونتهانځور: Reuters/R. Casilli

ایټالیا له اوونیو راهیسي د کرونا ویروس د شیوع پرضد مبارزه کوي، خو چنداني نتیجه یې نده ورکړې. په دغه هیواد کي تقریبأ ۱۰۰۰۰ انسانان په کرونا باندي اخته دي او تر ۴۶۰ اضافه کسان ورڅخه مړه سوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب