1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ټول دولتي پوهنتونونه د یوې اونۍ لپاره رخصت شوي دي»

۱۴۰۱ دی ۸, پنجشنبه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان په کچه ټول دولتي پوهنتونونه د یوې اونۍ لپاره رخصت کړل. استادان وایي د دې رخصتۍ لامل ښایې له لاریونونو څخه مخنیوي وي.

Afghanistan Frauenbildung
انځور: Wahil Kohsar/Getty Images

د طالبانو د تیرې اونۍ حکم چې د نجونو د تعلیم منع کولو او په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی وو، په هيواد دننه او نړیواله کچه له ګڼو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شو. د ننګرهار، هرات، بلخ، بامیان، تخار او کابل ولایتونو په سلګونو نارینه محصلینو درسي ټولګي یې تحریم کړي او د زده کړو لپاره پوهنتون ته نه ځي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي محصل مجتبی رضايي وايي، چې د علم زده کړه پر نارينه و او ښځينه و فرض ده، او وروسته له هغه چې طالبانو پوهنتونونو ته د نجونو د تګ مخه ونيوله، ده او ملګرو يې پرېکړه وکړه، چې د اعتراض په ډول به پوهنتون ته نه ځي.

الازهر: د طالبانو پرېکړه د شريعت سره په ټکر کې ده

رضايي وويل:«زموږ لورانې او خويندې د زده کړې حق لري. که طالبان اجازه ورنه کړي، موږ به زده کړې ونه کړو او تر څو چې نجونو ته اجازه ورنه کړل شي، پوهنتون ته نه ځو.»

په ټولنیزو رسنیو کې فعالانو د "یا ټول یا هیڅوک" تر نامه لاندې کمپاین پیل کړی دی. د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پوهنتونونو لسګونو استادانو د طالبانو د دغه اقدام په اعتراض کې استعفاوې کړې او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو پرانستلو غوښتنه یې کړې ده.

په بامیان ولایت کې د پوهنتون استاذ محمد عیسی درویش د نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو له خپلې دندې استعفا کړې او دویچه ویله ته یې وویل، تر څو چې د لوړو زده کړو وزارت نجونو او مېرمنو ته د زده کړو اجازه ورنه کړي، خپلو دندو ته نه ستنېږي.

انځور زموږ له آرشیف انځور: AP Photo/picture alliance

استاد دروېش وويل: « کله چې زموږ د ټولنې نيمه برخه له زده کړو او کار کولو منعه وي، د افسوس خبره ده او په دې حالت کې نه غواړم چې د ښځو له شتون څخه پرته وظيفې او کار ته حاضر شم.»

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وروسته له اعتراضونو او غبرګونونو څخه دولتي پوهنتونونه لومړی د دوو ورځو او بیا د یوې اوونۍ لپاره تړلي دي.

د کابل پوهنتون استاد عبیدالله وردګ، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز په له امله یې استعفا ورکړې دویچه ویله ته وویل: «د لوړو زده کړو وزارت د ګډوډیو او مدني او اعتراضي حرکتونو د مخنیوي په خاطر په هېواد کې پوهنتونونه تړلي دي. پرته له کوم دلیل څخه یې د یوې اونۍ لپاره رخصتي اعلان کړه.»

ښاغلی وردک وايي چې تر اوسه د افغانستان د پوهنتونونو شاوخوا ۸۰ استادانو استعفاوې کړې او په کابل کې ۴۰ نورو استادانو د لوړو زده کړو وزارت ته خبرداری ورکړی چې که نجونو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي، دوی به هم استعفا وکړي.

ملګرو ملتونو پر ښځو د طالبانو محدودیتونه و غندل

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي دویچه ویله ته د هېواد د پوهنتونونو د رخصتۍ تایید کړې او ویلي یې دي: «د شنبې تر ورځې پورې به درسونه بېرته پیل شي.»

 خو هاشمي او د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت چارواکي د هېواد د پوهنتونونو د تړل کېدو لامل په اړه جزئیات نه ورکوي.

ملګرو ملتونو، نړیوالو بنسټونو او همدارنګه یو شمېر اسلامي هېوادونو له طالبانو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د بیا زده کړو اجازه ورکړي.

لوېديځو هیوادونو د افغان ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونو دروازې تړل غندلي دي

باختر آژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې ده، د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال له قوله لیکلي چې طالبان د ښځو د زده کړې مخالف نه دي. د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له مشرتابه سره په لیدنه کې ویلي چې د دوی نظریات او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي. په دې غونډه کې مولوي عبدالکبير وويل: « طالبان د ښځو د زده کړې مخالف نه دي او هڅه کوي چې دغه ځنډ ژر پاى ته ورسوي.»

ولې طالبانو د نجونو پوهنتونونه وتړل؟

29:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل