1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

ټیسټ لوبه: د ویسټ انډیز یوه لوبغاړي اووه افغانان وسوځول

۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبه

د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ د تسټ یا پنځه ورځنۍ لوبې په لومړۍ ورځ افغان لوبغاړو یوازې ۱۸۷ منډې وکړي. د ویسټ انډیز یوازې یوه ورو توپ اچوونکي اووه افغان لوبغاړي وسوځول.

ICC Cricket World Cup 2019 England - Afghanistan Asghar Afghan
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/C. Mason

د ویسټ انډیز او افغانستان تر منځ د ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ په داسې حال کې پای ته ورسیده چې افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۸۷ منډې وکړي. د ویسټ انډیز یوزاې یوه توپ اچوونکي راکیم کورنوال، په ۲۵،۳ اورونو کې د ۷۵  مڼدو په ورکولو سره اووه افغان لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د توپ وهوونکو په ډله کې تر ټولو ډیرې منډې د جاوید احمدي ۳۹ وې. تر هغه وروسته امیر حمزه ۳۴، افسر ځاځي ۳۲، احسان الله جنت ۲۴ او ابراهیم ځدران ۱۷ منډې وکړي. نور هیڅ یوه لوبغاړي هم تر پنځو منډې ډیرې جوړې نه کړي.

دا چې د افغانستان ټوله لوبډله ژر وسوځیده نو ویسټ انډیز په همدې ورځ د منډو په جوړولو پیل وکړ او د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یې ۶۸ منډې وکړي. د ټیسټ لوبې په دویمه ورځ به ویسټ اندیز بیا هم د منډو جوړولو ته دوام ورکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل