1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان د شانگهای سازمان په ساحه کي د تروريزم منبع ده»

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبه

د روسيې د امنيت شورا مشر ويلي دي چي د شانگهای د همکاريو سازمان د غړيو هيوادونو په ساحه کي د تروريزم اصلي منبع افغانستان ده.

Russland Nikolai Platonowitsch Patruschew Sekretär Sicherheitsrat in Moskau
انځور: picture-alliance/dpa

د روسيې د امنيت شورا مشر نيکولای پاتروښوف، د چهارشنبې په ورځ (۲۱۰۹م کال د می ۱۵) په بشکيک کي د شانگهای سازمان د غړيو هيوادونو د امنيت شورا د مشرانو په غونډه کي وويل چي د دغه سازمان غړيو هيوادونو  ته اصلي خطر نړيوال تروريستي سازمانونه دي.

هغه زياته کړه: «تروريستانو د شانگهای سازمان غړو هيوادونو، په ځانگړې توگه د مرکزي اسيا هيواونو، ته د خپل استخدام او افراطي اسلامپاله ايډيالوژۍ د خپرولو مرکزونو په سترګه ګوري.»

د روسيې د امنيت شورا مشر زیاته کړه: «د شانگهای د همکاريو سازمان د غړيو هيوادونو په سيمه کي د تروريزم اصلي منبع اوس هم د افغانستان قلمرو دی. په دغه هيواد کي وضعيت نور پسې خراب سوی دی.»

دغه روسي چارواکي په افغانستان کې د حکومت مخ په کمیدونکی نفوذ ته په اشارې سره وویل: «د دغه هيواد [افغانستان] حکومت د سياسي سيستم د کنترول د مرکز په توگه خپل اغېز ورځ تر بلي له لاسه ورکوي. له دغه هيواده بهرنۍ پانګې وځي او بهرني پانگه وال د دغه هيواد له اقتصاد څخه خپل مالي ملاتړ ډیر کموي.»

دغه راز د هغه په خبره تر ټولو ستر امنيتي گواښ د داعش فعاليت دی «چي تر ټولو ډير په افغانستان کي د تروريستي بريدونو پړه مني». پاتروښوف وويل: «زموږ د معلوماتو له مخي په افغانستان کي له ۲۵۰۰ تر ۴۰۰۰ پوري د داعش جنگيالي موجود دي.»

nz/ms (interfax)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب