د افغانستان پارلمان د چهارشنبې په ورځ د مخابراتي شرکتونو له پیرودونکو څخه د ۱۰ سلنه مالیې اخیستل لغو کړل. اوس نو باید د سنا مجلس په قانون کې راغلي دغه بدلون تصویت کړي چې پیریدونکي له دغې مالیې خلاص شي.
اعلان
آن دوه کاله مخکې، کله چې افغان حکومت د مخابراتي شرکتونو پر پیریدونکو باندې د ۱۰ سلنه مالیاتو قانون وضع کړ، نو د افغانستان په کچه یې غبرګونونه راوپارول. ډیری پیریدونکو دغه قانون عادلانه نه بله خو حکومت بیا ټینګار کاوه چې د مالیاتو ټولولو له لارې کولای شي چې خپلو اتباعو ته ښه خدمات وړاندې کړي.
د قانون له پلي کیدو سره سم، د هغه په برخه کې د فساد په اړه اندیښنې هم رامنځ ته شوې چې له کبله یې یو شمیر لوړپوړي چارواکي آن له خپلو دندو څخه کوښه هم شول.
اوس پارلمان دغه قانون د مخابراتي شرکتونو پر پیریدونکو باندې د ۱۰ سلنه مالیاتو د راټلولو او لګښت په بهیر کې د شفافیت د نه شتون له کبله لغوه کړی دی. په پارلمان کې د غزني ولایت استازي عارف رحماني له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «نن غونډې پریکړه وکړه چې د دغه قانون هغه مواد چې له مخې یې د کریدت کارتونو لس سلنه د مالیې په توګه اخیستل کیږي، لغو کړي.»
اوس نو په قانون کې دغه راغلي بدلونونه د سنا مجلس ته د تصویب په موخه استول کیږي او تر هغه وروسته به نور د مخابراتي شرکتونو له پیریدونکو څخه لس سلنه مالیه نه اخیستل کیږي.
د رحماني په خبره، پارلمان ځکه د دې قانون د لغوه کولو پریکړه وکړه چې په دې بهیر کې د شفافیت د نه شتون له کبله ډیرې پیسې ورکې دي. هغه وویل: «د وړاندې شویو معلوماتو له مخې شوي تخمینونه ښيي چې په تیرو دوو کلونو کې دولت باید له دې لارې اووه میلیارده افغاني عاید لرلی.»
د پارلمان دغه غړي ادعا وکړه چې پر دې سربیره باید له لسو څخه بیا تر شلو میلیاردو پورې نورې افغانۍ هم راټولې شوې وای خو اوس د عوایدو یوه برخه ځکه لادرکه ده چې د بیلابیلو لاملونو له کبله دغه مالیه پر ټولو سیم کارتونو باندې نه وضع کیږي او ورکې شوې پیسې د مخابراتو په سکتور کې د مافیایي کړیو تر منځ لاس په لاس شوې دي.
د قانون د لغو کولو له پاره د پارلمان بل لامل د ترلاسه شویو پیسو په لګښت کې د شفافیت نه شتون په ګوته شوی دی. رحماني وویل: «موږ نه پوهیږو چې په راټولو شویو پیسو څه شوي دي.»
زموږ له ارشیف څخه:
د گرځنده تلیفونونو څلویښت کلن تاریخ په انځورونو کې
اوس ډیر خلک نه شي کولای چې خپل ژوند له یوه ګرځنده تلیفون څخه پرته تصور کړي. ګرځنده تلیفونونه د ډیرو کسانو په ژوند کې ډیر مهم نقش لوبوي. دا چې ګرځنده تلیفونونه څرنګه اوسني پرمختګ ته ورسیدل په انځورونو کې یې ووینئ.
انځور: Telekom
لومړۍ ګرځنده تلیفون یا موبایل
دا لومړنۍ ګرځنده تلیفون یا موبایل دی چې د موترولا د شرکت له خوا په ۱۹۷۳ کال کې معرفي شو. هغه بیا لس کاله وروسته بازار ته وړاندې شو. د دې تلیفون ټول وزن څه کم یو کیلوګرام وو او شاوخوا ۴۰۰۰ ډالر یې قیمت لاره.
انځور: picture-alliance/dpa
لومړي تلیفونونه ډیر درانه ول
اویا کاله مخکې خلکو یوه ۲۵ پونده اله د موبایل تلیفون په توګه کاروله. دغه اله ډیره قوي نه وه او یوازې په یوې خاصې سیمه کې یې کار کاوه. د دغو تلیفونونو د لوړو قیمتونو له کبله یوازې سیاستوالو او سوداګرو کولای شو چې هغه وکاروي.