1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاریس ته تازه رسيدلي افغانان وايي له سخت حالت سره مخ یو

۱۳۹۹ مهر ۸, سه‌شنبه

د پاریس ښار په يوه څنډه کې شا او خوا شپږ سوه افغان کډوال تر نازکو خیمو لاندې، په داسې حال کې شپې ورځې تيروي چې برخليک یې معلوم نه دی. دوی وايي د هوا په سړيدو سره وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي او نه پوهيږی چې څه به ورسره کيږي.

Migranten-Zeltlager am St-Denis Kanal in Aubervilliers bei Paris
د پاریس ښار په يوڅنډه کې د يوه کانال په غاړه د مهاجرو خیمې انځور: Getty Images/AFP/F. Guillot

امرالله صافی چې په پاریس ښار کې د ګډوالو د ملاتړ کونکو سازمانو غړی دی، دویچه وله سره په خبرو کې وويل په وروستیو ورځو کې له زرو ډير کډونوال پاریس ښار ته راغلي چې تقريباً ۶۰۰ تنه يې افغانان دي. هغه وايي په دوی کې ډيری يې هغه افغانان دي چې په نورو اروپايي هيوادونو کې د رد ځواب ورکړل شوی او پاتې نور يې تازه له افغانستان راغلي دي.

«بې ساري سخت وضعیت»

امرالله صافی وايي چې دغه کډوال د پاريس ښار د شمالي څنډې «سان ديني پورت دې پاري» سيمه کې  کې تر نازکو خيمو لاندې په ډير بد حالت کې ژوند کوي. هغه زياتوي: «له کوم بد وضعيت سره چې دغه کډوال مخ دي تر دې مخکې داسې بد وضعيت هيڅ کله پر کډوالو نه وو راغلی.»

صافی چې پر وینا يې هره ورځ د دغو مهاجرو د ستونزو اوريدلو له پاره دغه سيمې ته ځي، ناهیلی دی او وايي چې د کډوالو شمیر له زرو اوښتې او خیريه ټولنې هڅه کوي چې په لومړي سر کې کورنيو ته رسيدګي وکړي.

 ۲۶ کلن عبدالسلام اسحق زی چې ځان د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسيدونکی معرفي کوي، دویچه وله ته وويل: «يوه مياشت وشوه چې دلته تر خيمو لاندې ژوند کوو، هوا هم سړه ده، زموږ ګوتې يې اخیستي خو نور نه پوهیږو چې څه به راسره کيږي.» هغه او ملګري ېې غواړي چې ستونزو ته يې رسيدګي وشي.

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکی ۳۳ کلن سردار ولي نيازي وايي پروسږکال منی يې له کابله مخ په ایران حرکت وکړ او تر اتو هيوادونو اوښتو وروسته يوه مياشت کيږي چې پاریس ښار ته رسيدلی دی. هغه دویچه وله ته وويل: «موږ تر نازکو سفري خيمو لاندې ژوند کوو او تر خيمې لاندې ځمکه هم لمده ده.»

«حکومت مونږ ته ډوډۍ نه راکوي»

د نيازي په خبره دوی دغه خيمې په خپلو پیسو رانيسي او نورې اړتياوې يې هم له خپل جيبه پوره کوي. هغه وايي ځينې دفترونه پخوانيو مهاجرو ته په موټرو کې ډوډۍ راوړي چې بيا دوی هم د هغوی سره په کتار کې دريږي تر څو يې يو څه خواړه په لاس راوړي وي. نيازي وايي: «په خپله حکومت موږ ته ډوډۍ نه راکوي.»

دغه افغان کډوال وايي چې تر ټولو لویه ستونزه يې روغتيايي خدمات او بې برخلیکه توب دی. هغه شکايت کوي: «حتی د رڼا او موبايل د چارچولو امکانات نه لرو.»

اسحق زی وايي چې کله کله له افغانستان (له خپل کوره) پنځوس يا شپيتې يورو راغواړي او په هماغو پيسو يو څو ورځې ګوزاره کوي، خو په وينا يې چې دغه توان هم د ټولو مهاجرو په کورنيو کې نه شته.

له خيمو څخه د شړل کيدو ويره

دغه افغان کډوال په داسې حال کې خپلې ستونزې بيانوي چې هوا هم ورځ تر بلې سړيږي. پر دې سربيره دغه کډوال له دې بابته هم سخت انديښمن دي چې حکومت د مخکې په څير چې نور کډوال او د هغوی خيمې ېې پورته کړې وې، له دوی سره هم ورته چلن ونه کړي.

بله ستونزه چې پاریس ته د تازه راغلو کډوالو په اړه احساسيږي، په کرونا ناروغۍ د اخته کيدو خطر دی. امرالله صافی وايي د کډوالو لوړ شمير او د امکاناتو نه شتون ته په کتو په کرونا ناروغۍ د کډوالو د اخته کيدو احتمال هم ډير دی.

د امرالله صافي په خبره د فرانسې په نورو ښارونو کې هم کډوال ورته حالت لري.

دا په داسې حال کې ده چې په فرانسه کې په وروستيو ورځو کې د کرونا مثبتې پيښې يو ځل بيا ډیرې شوي دي او حکومت د پاریس ښار په ګډون د دغه هېواد په يو شمير ښارونو کې په کرونا ناروغۍ د اخته کيدو د مخنيوي په موخه يو لړ نوي ټولنيزې سپارښتنې اعلان کړی دي.

محمد کريم صالح/ب.ص.

په پاريس کې د افغانانو سره په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب