1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پاریس د اېرفرانس سره د ملیارډو یورو مرسته کوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبه

د ایر فرانس او کې اِل اِم هوايي شرکتونو چي د کرونا بحران په سبب سخت تاوانونه کړي دي، د فرانسې او هالنډ حکومتونه ورسره تر۱۱ ملیارډو یورو پوري کومکونه کوي، خو په شرطونو باندي.

Airbus A319
انځور: Reuters/Charles Platiau

فرانسه د اوو او هالینډ د دوو څخه تر څلورو ملیارډو یورو پوري د دغو دوو هوايي شرکتونو سره کومک کوي، کوم چي د کرونا ویروس له کبله یې سخته ضربه خوړلې ده. د فرانسې د اقتصاد وزیر برونو لي مېر د فرانسې لومړني ټلویزوني چینل ته پرون جمعه (د اپریل میاشتي ۲۴ مه) وویل چي اېر فرانس ته به درې ملیارډه يورو دولتي کریډت او پر دولتي ضمانتونو ولاړ څلور ملیارډه بانکي قرضه په اختیار کي ورکول سي. هغه اضافه کړه چي «موږ باید خپل ملي شرکتونه وژغورو. خو دا د پیسو یو مفت چک نه دی او په شرطو پوري مربوط دی.» دا په دې معنی، چي اېرفرانس باید داسي یو شرکت وګرځي چي هم مفاد راوړونکئ وي او هم د اقلیم ساتني په ګټه وي، یعني زرغون شرکت وي، چي د ټولي نړۍ پام ځانته راواړوي.

اېرفرانس بیا ویلي دي، چي دغه دولتي قرضې د حداکثر شپږو کلو دپاره ورکول کیږي او بانکي قرضې د ۱۲ میاشتو دپاره. خو دغه مالي کومکونو ته لومړی باید د اروپايي ټولني کمیساري اجازه ورکړي.

برونو لي مېر ډاډ ورکړ چي د دغو شرکتونو دولتي کول په پلان کي نه دي. دا هم په داسي حال کي ده چي د فرانسې دولت اوس هم په دغو شرکتونو کي ۱۴،۳ فیصده سهم لري.

د هوايی شرکتونو تر څنګ فرانسه غواړي د موټر جوړولو شرکتونو سره هم مالي کومک وکړي. د اقتصاد وزیر اعلان وکړ، چي حکومت د رینو موټر جوړولو شرکت ته د پنځو ملیارډ یورو په حجم د بانکي قرضو پر ضمانتونو باندي کار کوي.

دا ځکه چي یوازي هوايي شرکتونو په ټوله دنیا کي د کرونا ویروس د شیوع څخه ضربه نه ده لیدلې، بلکي د موټر جوړولو شرکتونوهم. سربیره پردې د فرانسې حکومت د رستورانونو، هوټلونو او د هغوی د کارکوونکو سره هم کومکونه پلان کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب