1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ فرانسيس د اوکراین جگړې د پای ته رسیدو غوښتنه کوي

۱۴۰۱ دی ۵, دوشنبه

پاپ فرانسيس د کرسمس په مناسبت خپلي وینا تر پیل کیدو مخکي وویل چی په اوکراین کي باید نور دغه «بې مفهومه جگړه» پای ته ورسیږي. هغه د افغانستان په شمول په جگړه ځپلو سیمو کي د کوچنیانو له زوریدلي حالت څخه یادونه وکړه.

Vatikan Papst Franziskus Urbi et Orbi Botschaft Weihnachten
انځور: Yara Nardi/REUTERS

په اوکراین کي خونړیو نښتو ته په کتو سره د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسيس په تیره بیا په دغه جگړه کی د کوچنیانو د فاجعې له امله سخته اندېښنه څرگنده کړه. نوموړي وویل چی هغه د نوي زیږیدلي عیسی (ع) په وجود کي د هغو کوچنیانو څېره ویي چي په جگړه ځپلو سیمو کي د سولي او امنیت په تمه دي.

د کرسمس په شپه لا پاپ په خپل وعظ کي وویل چي د انساني فاجعې قربانیان په تیره بیا کمزوري او بې وزلي کسان دي. زه په تیره بیا د هغو کوچنیانو په هکله اندېښمن یم چي جگړې، فقر او بې عدالتۍ ته راکښکل سوي دي.

له نړیوالي لوږي څخه خبرداری

علاوه پردې پاپ په ټوله نړۍ کي پر لوږه باندي د اوکراین جگړې له اغیزي څخه خبرداری ورکړ. هغه وویل په ټوله نړۍ کي انسانان له لوږي سره مخامخ دي. د اوکراین جگړې دغه حالت لاپسي خطرناک کړی چي د اولس بشپړه برخه د لوږي له گواښ سره مخامخ سوې ده، په تیره بیا په افغانستان او د افریقا د ښکر په هیوادونو کي.

«اوربي یت اوربی»

د کاتولیکانو د دغه مشر وینا د راډیو او تلویزیون له لاري په ټوله نړۍ کي خپره سوه. نوموړي په عنعنوي ډول د پیترز کلیسا له بالکن څخه د کرسمس په هکله خپله وینا «اوربي یت اوربی»واوروله.

په نړۍ کي څه د پاسه دوه میلیارده عیسویان په دغو شپو او ورځو کي د کرسمس جشن لمانځي چي په هغو کي شاوخوا یو اشاریه ۳ میلیارده کاتولیکان چي مشر یې پاپ فرانسيس دی او څه ناڅه ۹۰۰ میلیونه پروتستانت هم شامل دي.

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل