د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اپریل میاشتې په ۶ نیټه) د ایټالیا په میلان ښار کې د سان کارلو په انستیتوت کې زده کوونکو او ښوونکو ته د خپلو خبرو پرمهال د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس په ټوله نړۍ کې د ګڼ شمیر جګړو د دلیل په هکله وویل چې «بډایه اروپايي هیوادونه او امریکا وسلې پلوري [...] کومې چې د ماشومانو او خلکو د وژلو له پاره کارول کیږي.»
پاپ د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړه چې له وسلو پرته د افغانستان، سوریې او یا یمن په څیر په هیوادونو کې به جګړې نه وي. فرانسیس وویل: «یو هیواد چې وسلې تولیدوي او بیا یې خرڅوي په شعوري توګه د هر ماشوم د مرګ او هرې کورنۍ د له منځه تلو [مسوولیت] لري.»
د کاتوليکي عیسویانو مذهبي مشر د هیوادونو له لوري د مهاجرینو د ادغام او ښه راغلاست د اړتیا په هکله د حکومتونو هغه اندیښنې رد کړې چې ګواکې [مهاجرین او پناه غوښتونکي] د جرمونو سبب ګرځي او له دې امله د پناه غوښتونکو د راتګ مخه نیسي. فرانسیس وویل: «په ایټالیا کې د ګڼ شمیر جرمونو سرچینې بهرنیان نه دي ځکه موږ هم ګڼ شمیر دغه کسان [بهرنيان یا پناه غوښتونکي] لرو.»
پاپ په خپلو خبرو کې همداراز وویل: «مافیا د نایجریایانو له لوري نه ده رامنځ ته شوې. مافیا زموږ خپله ده. موږ ټول له دې امکان سره مخ یو چې مجرمین اوسو. مهاجرین موږ ته شتمني راوړي ځکه اروپا د مهاجرینو [بهرنیانو] په لاس جوړه شوې ده.»
زموږ له آرشیف څخه:
د پاپ فرانسسکوس د پنځوو کالونو لاسته راوړنې
د کاتوليکي عيسويانو مشر پاپ فرانسسکوس له پنځوو کالونو راهيسې د کاتوليکي کليسا په اصلاحاتو بوخت دی. هغه داسې يوه تگلاره غوره کړې ده چې د عاجزۍ وعظ کوي او خپله هم پرې عمل کوي. دی ډير ستايل شوی خو نيوکې ورباندې هم شوي.
انځور: picture-alliance/dpa/Agentur Andina/J. C. Guzmánپاپ فرانسسکوس د پاپ په توگه تر ټاکل کيدو لږ وروسته د جورجه ماريو بيگوگليو په پيتر ميدان کې خلکو ته په «ښه ماښام» ويلو سره ستړې مشي ورکړه. هغه په دې سره عاجزانه لهجه غوره کړه چې تر نننه یې ساتلې ده.
انځور: Reutersد «نهو سترو اسقفاو غونډه»
پاپ فرانسسکوس تر ټاکل کيدو سملاسي وروسته هغو موضوعاتو ته کتنه وکړه چې د پاپ د ټاکونکې شورا له خوا پرې لا دمخه بحثونه شوي ول. نوموړي د نهو ستر اسقفاو يو کنفرانس راوباله څو په کاتوليکي کليسا کې د نظم او محتوا له نظره اصلاحات راوستل شي. موخه داده چې: د کليسا هدف خپل ځان نه، بلکې د عيسی عليه السلام پيغام عامول دي او د دې له پاره اړينه ده چې واتيکان او عام عيسويان بيرته سره نژدې شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L'Osservatore Romanoد کمروزو پر وړاندې د بې تفاوتۍ له چلن سره مخالفت
د ايټاليا لامپيدوزا ته د خپل سفر په ترڅ کې پاپ وويل چې له افريقا څخه اروپا ته د راتگ پر وخت د مهاجرو مړينه یې «په زړه لکه د خنجر» گوزار دی. د ۲۰۱۳م کال په دوبي کې هم د ايټاليا په ساحلونو کې په زرونه کسان پراته ول او په دې تمه ول چې اروپا ته په قانوني توگه ورسيږي.
انځور: AFP/Getty Imagesد «غريبې کليسا» د هغه پيغام سره دغه موټر چې په انځور کې ليدل کيږي، او د ويرونيکا د يوه راهب له خوا ده ته ډالۍ شو، ډير ښه سمون خوري. پاپ وويل چې دا موټر به یې ډير په خوښۍ چلولی وای، خو د امنيتي دلايلو په اساس داسې نه شي کولای.
انځور: Reutersفرانسسکوس: د پاپ موسيقۍ ستوری
د خپل دنياوي سبک سره پاپ فراسسکوس ډير ژر د متقرقي کاتوليکو او نورو عيسويانو له پاره يو ډير مجبوب شخصيت وگرځيد. دی حتی د نورو مذهبونو د پيروانو له خوا هم وستايل شو. تر ټاکل کيدو يوازې لس میاشتې وورسته یې انځور د پاپ موسيقۍ د ډلې «رولنگ ستون» پر سندریز البوم چاپ شو.
انځور: picture alliance/dpa/ROLLING STONEهغه خپله د «منځگړي يا پل جوړونکي» دنده ډيره جدي ونيوله: په مرکزي افریقا او کولمبيا کې ده په کورنۍ جگړه کې د ښکيلو ډلو ترمنځ منځگړيتوب وکړ. د واشنگټن او هوانا ترمنخ یې هم په کنگل ماتولو کې نقش درلوده.
انځور: picture-alliance/dpa/Agentur Andina/J. C. Guzmánد ټولې نړۍ عقيده لرونکي او دينونه
فرانسسکوس غواړي د نړۍ د ټولو اديانو او مذهبونو ترمنځ هم پلونه جوړ کړي: دی په بيت المقدس کې د ندبه ديوال ته ودريد او ستر مفتي محمد حسين سره یې وليدل. په قاهره کې د قبطي مسيحانو کليسا ته ورغلی او د مسلمانانو د ستر مفتي احمد الطيب سره يې وليدل.
انځور: Getty Images/AFP/A. Roqueپه ۲۰۱۸م کال کې پيرو او چلي ته د خپل سفر پر وخت پاپ په الوتکه کې په ناڅابي توگه د يوې جوړې سره مخامخ شو. د الوتکې د عملې دغه غړيو ده ته وويل چې دوي غواړي واده سره وکړي.
انځور: Reuters/Osservatore Romanoپه کليسا کې د تیري افتضاح
چيلي د پاپ له پاره د آزموينې ډگر ثابت شو چيري چې دی د يو څه مشکلاتو سره هم مخامخ شو: کاتوليکي کليسا له کالو راهيسې دغلته له مشکلاتو سره مخ ده او دا ستونزې د تيري د پيښو تر بربنډيدو وروسته لا پسې زياتې شوې. ويل کيږي چې اسقف خوان باروس (په انځور کې ښي اړخ ته) لا پخوا په دې پيښو خبر وو خو خوله يې پرې پټه کړې وه. فرانسسکوس دا قضيه اسقف ته د درواغجن په ويلو سره حل کړه.
انځور: Getty Images/C. Reyesخو روحانيون د فرانسسکوس تگلاره ډيره افراطي بولي: هغوی وايي چې دی د کليسا په دننه کې د سهوه کونکو په مقابل کې هیڅ رحم نه ښيي. دا هم ويل کيږي چې دی د کاتوليکي کليسا په داخل کې هيڅ مقاومت نه زغمي. ډير پابند کاتوليکي عیسويان هم د ده تگلاره ډيره دنياوي او دده عاجزي نمايشي بولي. ځيني اندیښنه لري چې په دې توگه د دين اصل يعني معنويت ښايي له منځه ولاړ شي.
انځور: picture-alliance/Zuma Press AP - KH - NS