فرانسیسکو د انساني قاچاق د قربانیانو له پاره د دعا د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: «زه له ټولو اتباعو او بنسټونو څخه غوښتنه کوم چې د انساني قاچاق د مخنيوي، د قربانیانو د حفاظت او له دوی سره د مرستې په برخه کې دې خپل قوت سره متحده کړي.»
پاپ همدارنګه په دې ورځ له ټولو وغوښتل چې دعا وکړي، تر څو د انساني قاچاقبرانو زړونه د خدای پاک پر لور ور وګرځي.
پاپ فرانسیسکو په ۲۰۱۵ م کال کې هم دغه د دعا نړیواله ورځ چې هر کال د فبرورۍ میاشتې په ۷ نیټه لمانځل کیږي د انساني قاچاق پر ضد د مبارزې تر شعار لاندې لمانځلې وه. سږ کال هم د دې ورځې شعار «بی له انساني قاچاقه مهاجرت. آزادي هو، انساني قاچاق نه» تر عنوان لاندې ولمانځل شوه.
انساني قاچاق وړونکي، افريقايي انجوني او بدلمني، زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم:
د دویچه ویله دوو خبریالانو جان فلپ شولز او آدریان کریش، په نایجیریا کې د انساني قاچاقبرانو په هکله پلټنې کړي. د قاچاقبرانو د تعقیبولو ترڅ کې د دوی سر تر ایټالیا پورې ورسید، خو د خاموشۍ له یو دیوال سره مخامخ شول.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz
له غربت څخه نجات
د دویچه ویله دوو تنو خبریالانو د انساني قاچابرانو پسې د لټون لړۍ له نایجیریا د ایدو ایالت څخه پیل کړ. دوی چې له هر چا سره لیدل د هغه یو نه یو خپلوان به ضرور په اروپا کې وو. په ایټالیا کې د بدلمنه ښځو دری پر څلورمه برخه د دغې سیمې نجوني دي. بې روزگارې له دغې سیمې څخه د مهاجرت اصلي لامل گڼل کیږي.