1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو او حکومت تر نامعلومې مودې اوربند کړی

۱۴۰۱ خرداد ۱۰, سه‌شنبه

پاکستاني طالبان او حکومت د سولې د روانو خبرو اترو په ترڅ کې تر نامعلومې مودې پورې پر اوربند سره سلا شوي دي. د يادو مذاکراتو منځګړیتوب افغان طالبانو کاوه.

Pakistan Waziristan Soldaten im Shawal Tal
انځور: Getty Images/AFP

د آلمان خبري آژانس د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د اوربند تړون تر نامعلومې مودې پورې د غځيدو دا خبر د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د می ۳۱نېټه) ورکړی دی.

يوه لوړپوړي چارواکي چې په دې اړه یې معلومات درلودل، د آلمان خبري آژانس ته ويلي: «پر دې توافق شوی دی چې اوربند تر نامعلومې مودې وغځول شي.»

د اوربند پر غځولو دا هوکړه د هغو خبرو اترو په ترڅ کې شوې ده چې د افغان طالبانو په منځګړيتوب د پاکستان د حکومت او تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلې تر منځ روانې وې.

د پاکستاني طالبانو ډلې له حکومت سره د تېر کوچني اختر په مناسبت اوربند کړی وو چې بيا د دغه اوربند موده لومړۍ د می تر ۱۶مې او بيا د می تر ۳۰ وغځول شوه. په دې توګه د تازه اوربند نېټه پرون، دوشنبه پای ته رسېدله.

په ملاکنډ کې د شريعت د پلي کولو غوښتنه

ياد چارواکي همدا راز وويل چې د خبرو اترو پر وخت دواړو اړخونو يو بل ته خپل شرطونه او غوښتنې هم وړاندې کړي او د طالبانو له غوښتنو څخه يوه یې د خيبرپښتونخوا په ملاکنډ سيمه کې د اسلامي شريعت پلي کول دي. زياته شوې ده چې د اسلام آباد استازو تر اوسه دغه غوښتنې نه دي منلي.

د ملاکنډ په ساحه کې د سوات سيمه هم راځي. دغه سيمه د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ اصلي ټاټوبی هم دی او د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹م کلونو ترمنځ د طالبانو تر کنترول لاندې وه. د پاکستان د پوځ د پراخو عملياتو په نتيجه کې بيا دغه سيمه د طالبانو له حضوره پاکه شوه.

امنيتي شنونکي او سولې د مطالعاتو له پاره د پاکستان د انستيتويت مشر امير رانا ډي پي ای خبري آژانس ته وويل: «ټي ټي پي به حتی تر بې وسلې کيدو او ادغام وروسته هم د يوه ګواښ په توګه پاته وي.»

طالبان: د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ منځګړیتوب کوو

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هم په خپل يوه تازه رپوټ کې ويلي: «دغه ډله [پاکستاني طالبان] د پاکستان د دولت پر ضد د اوږدې مودې پر مبارزې متمرکزه ده او دا چې د اوربند تړونونه به د برياليتوب محدود چانس ولري.»

ټي ټي پي داسې يوه ډله ده چې په پاکستان کې فعالې نورې وسله والې ډلي ورسره اړيکي لري او په اصطلاح څانګې یې دي. دغه وسله واله ډله د تېرو کابو شلو کلونو په موده کې د کابو ۸۰ زرو پاکستاني وګړو د وژلو مسئوليت لري.

ياده ډله څه نا څه ۴۰۰۰ جنګيالي لري چې د افغانستان پولې ته څيرمه ميشت دي. دې ډلې په دې وروستیو کې خپل بريدونه ډېر کړي دي او په روان ميلادي کال کې یې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو تر ۴۰ زيات بريدونه کړي چې لږ تر لږه ۸۰ کسان پکې وژل شوي دي.

د پخواني لومړي وزير عمران خان حکومت په نومبر مياشت کې له تحريک طالبان پاکستان ډلې سره د مذاکراتو کانالونه پرانيستل خو دغه خبرې اترې په څو ځلي ناکامې شوې.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل