1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

پاکستاني طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی

۱۴۰۳ خرداد ۲۸, دوشنبه

پاکستاني طالبان چې په یاد هېواد کې د ګڼو وسله والو بریدونو او چاودنو مسوول ګڼل کېږي، په یوه بې ساري اقدام کې د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی.


په پاکستان کې نن دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ په داسې مهال لمانځل کېږي، چې په دغه هېواد کې کڼ وګړي د امنیتي خوندیتوب په اړه اندېښمن دي، خو پاکستاني طالبانو د اختر په مناسبت د دغه هېواد له امنیتي ځواکونو سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی.

د دغه درې ورځني اوربند اعلان خلکو ته دا فرصت برابروي چې په جوماتونو او نورو عامه ځایونو کې د وسله والو بریدونو له وېرې پرته د اختر په مراسمو کې ګډون وکړي.

د پاکستان تحریک طالبان یا «ټي ټي پي» له افغان طالبانو یوه جلا خو متحده ډله ده.

دغې ډلې په یو تازه خپور کړي بیان کې ویلي چې د پاکستاني وګړو د غوښتنو پر اساس یې د دغه درې ورځني اوربند پرېکړه کړې ده. خو د ټي ټي پي مشرانو همدا راز ویلي دي چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د برید په صورت کې به یې جنګیالي د ځان دفاع وکړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ټي ټي پي غړو په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو پر ضد خپل وسله وال بریدونه زیات کړي دي.

له ۲۰۲۱م کال وروسته دا دویم ځل دی چې د پاکستان تحریک طالبان «ټي ټي پي» اوربند اعلانوي. په پاکستان کې وخت نا وخت د ټي ټي پي، بریدونه د دې لامل شوي چې په افغانستان کې له حاکمو طالبانو سره د پاکستان اړیکې ټرېنګلي کړي.

پاکستاني چارواکي ډېر کله ادعا کوي چې د ټي ټي پي، مشرانو په افغانستان کې پناه اخېستې او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.

په افغانستان کې د طالبانو ادارې تل د اسلام اباد دغه ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی دی چې د پاکستان حکومت د خپلو اتباعو د امنیت مسوولیت لري.

ایا د پلاوي تګ، راتګ به د طالبانو او پاکستان اړیکې ورغوي؟

31:07

This browser does not support the video element.


 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب