1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو د وژل شوو سرتیرو ویدیو خپره کړې ده

۱۳۹۱ شهریور ۱۱, شنبه

د پاکستاني رسنیو او دولتي مقاماتو د وینا پر اساس وسله والو طالبانو داسې یوه ویدیو خپره کړې ده چې پکښې د لا درکه شوو پاکستاني سرتیرو پرې کړل شوي سرونه ښودل شوي دي. د روانې اونۍ په اوږدو کې په باجوړ ایجنسې کې د پوځ له لوري د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه سرتیري لادرکه شوي وو.

د یاغیانو ویاند د جمعې په ورځ ویلي دي چې دوی ټول ۱۵ تنه سرتیري وژلي دي. یوه پاکستاني امنیتي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د المان خبري آژانس ته د پیښې پخلی کړی دئ خو د نوموړې ویدیو په اړه ئې د څه ویلو څخه ډډه کړې ده. د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د باجوړ د بټوار په سیمه کې ئې د عملیاتو په ترڅ کې په لسگونو یاغیان وژلي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب