1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستاني طالبان خپل فعالیتونه نوو سیمو ته غځوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۵, جمعه

د پاکستان په جنوب غرب د بلوچستان ایالت پورې اړوندو سیمو کې، چېرته چې په ۲۰۲۱م کال کې د کابل تر سقوط مخکې د افغان طالبانو د مهمو مشرانو د اوسېدو ځای وو، تروريستي حملې ډېرې شوي دي.

د بلوچستان ایالت په کوټه کې د یوه مسجد مخې ته ولاړ پولیسان
د بلوچستان ایالت په کوټه کې د یوه مسجد مخې ته ولاړ پولیسانانځور: DW

تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) چې په پاکستاني طالبانو هم یادیږي، په ۲۰۰۷م کال کې تر تشکيلدو راهيسې ېې خپلې حملې د پاکستان په شمال غربي ایالت خیبر پښتونخوا کې چې له افغانستان سره ګډې پولې ته نژدې پروت دی، د کراچۍ په بندري ښار او د پنجاب ایالت په ځينو شرقي سیمو کې ترسره کړي دي.

ټي ټي پي په پاکستان کې تر ټولو خونړۍ وسلواله ډله ده. دغې ډلې تر همدا وروستیو پورې هم تر ډېره بریده د پاکستان په پښتون میشتو سیمو، لکه د بلوچستان ایالت مرکز کويټه، د افغانستان پولې سره پراته په چمن او قلعه سيف الله ښارونو او د خيبر پښتونخوا ایالت په ګاونډ ږوب کې له حملو ډډه کوله.

خو اوس دغه سيمې هم د اروپکو د حملو شاهدانې دي. چارواکو او کارپوهانو دویچه ویله ته وويل چې د دغو حملو ډېرېدل ښيي چې پاکستاني طالبانو وروسته له هغې چې افغان طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې په افغانستان کې واک ته ورسيدل، د سيمې له پاره خپله ستراتيژي بدله کړې ده.

اړوند مطلب: د پاکستان تحریک طالبان د لا زیاتو بریدونو ګواښ کړی

په کويټه کې میشت خبریال، شهزاده ذوالفقار، چې امنيتي موضوعات څاري، دويچه ویله ته وويل: «د کابل سقوط نه یوازې په پاکستان کې د تروريستي حملو د ترسره کولو له پاره د ټي ټي پي ځواکمنتیا تقویه کړه، بلکې دغه ډله ېې تشویق کړه چې خپله عملیاتي ساحه بلوچستان ته هم وغځوي، کومه چې د دوی له اصلي دودیزې سېمې یعنې خیبر پښتونخوا او د شمال شرقي قبايلي سیمو څخه بهر ده.»

د تروریستي حملو ډيرېدل

چارواکو وويل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د اپريل مياشتي پر ۱۱، کوېټې ښار ته څېرمه په کچلاک سيمه کې د طالبانو پر يو پټنځای حمله وکړه چې د نښتو په جریان کې څلور افسران او د طالبانو یو قوماندان ووژل شو.

تر دغې پېښې څو ورځې مخکې پاکستاني طالبانو په کچلاک سېمه کې د پولیسو پر ېو ټيم، د شوې حملې مسئولیت منلی وو چې دوه پولیسان په کې وژل شوي ول. دغې ډلې د اپریل مياشتي پر څلورمه وويل چې غړو ېې په لایزرو ټوپکونو د پولیسو پر ېوې پوستې حمله وکړه چې پکې ېې د پولیسو یو افسر ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

د آرشیف انځور - د پاکستان په شمال لويديځ کې د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې ځايي چارواکي په بریدونو کې د وژل شوو پاکستاني ځواکونو د جنازې مراسمو پر مهالانځور: Str./AFP/Getty Images

پاکستانو طالبانو چې ډېر قوماندان او غړي ېې پښتانه دي، ادعا کړې ده چې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې ېې پنځه حملې په کويټه، دوې په پښين او یوه حمله ېې د بلوچستان ایالت اړوند پر قلعه عبدالله باندې ترسره کړې ده.

اړوند مطلب: پاکستان غواړي له ملا هبت الله آخوندزاده سره خبرې وکړي

دغې ډلې همدارنګه ادعا کړې ده چې تېرکال ېې د بلوچستان ایالت په پښتون میشته سیمو کې ۱۲ حملې کړي دي. په داسې حال کې چې د تيرکال په څلورو میاشتو، یعنې له می تر سپتمبر پورې، د افغان طالبانو په منځګړيتوب د ټي ټي پي او اسلام آباد ترمنځ یو اوربند رامنځ ته شوی وو.

د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۸مه، دوې ورځې وروسته له هغې چې ټي ټي پي د پاکستان له حکومت سره اوربند په یو اړخيزه توګه پای ته ورساوه، د دغې ډلې غړو په کويټه کې د واکسیناتورانو د امنیت له پاره پر ګومارل شوو پولیسو یو ځانمرګی برید وکړ چې پکې ۴ کسان ووژل شول او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شول.

د پاکستاني طالبانو داخلي رسنۍ د دې ښکارندويي کوي چې دغې ډلې په وروستيو کې د بلوچستان د پښتون میشته سیمو له پاره د «ږوب ايالت» په نوم یوه بله جلا سازماني سیمه ایجاد کړې ده.

د طالبانو د مشرانو له پاره پټنځايونه

په ۲۰۰۱م کال پر افغانستان د امریکا متحده ایالاتو تر پوځي حملې وروسته، د طالبانو یو شمېر مهم غړي له افغانستانه ووتل او په جلاوطنۍ کې ېې خپل د رهبرۍ پلاوی تشکيل کړ چې د «کوټې شورا» نوم ېې درلود. خو پاکستاني چارواکو د دې باوجود، تل په کويټه او د هغې په شاوخوا سیمو کې د طالب مشرانو له حضور څخه انکار کاوه.

له افغانستانه د امریکايي قواوې تر وتلو وروسته کله چې طالبان بېرته پر افغانستان حاکم شول، د دغې ډلې ټول مشران کابل ته راستانه شول تر څو ېې په خپل نوي حکومت کې مسئولیتونه ادا کړي وي.

اړوند مطلب: د پاکستان پولیسو د پيښور د خونړي برید په ارتباط ۲۳ تنه نیولي

قاري سیدجبار په کچلاک سیمه کې د یوې مدرسې ښوونکی دی. هغه چې په سیمه کې د طالبانو له شبکو سره شناخت لري، دویچه ویله ته وویل: «پاکستاني طالبانو، د [افغان] طالب مشرانو چې له خپلو کورنیو سره ېې په کويټه کې ژوند کاوه، مدرسې، مسجدونه او د قوماندانۍ د کنټرول مرکزونه ېې درلودل، د ښکاره سپارښتنو په نتیجه کې ېې د دغې سیمې په امنیت کې مزاحمت نه جوړاوه.»

د خیبر پښتونخواه په پېښور کې پر یو مسجد د ۲۰۲۳م کال د جنوري په ۳۰مه د خونړې چاودنې وروسته انځور. په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ لمونځ کونکي ووژل او ۱۲۰ نور ټپيان شولانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

جبار زیاته کړه: «خو اوس چې د افغان طالبانو مشران افغانستان ته ستانه شوي دي، ټي ټي پي دغه سیمه د پاکستان حکومت پر ضد د جګړې په ډګر بدله کړې ده.»

په کچلاک کې، چېرته چې ټي ټي پي په وروستیو کې پکې څو حملې کړي دي، د افغان طالبانو مذهبي مشر، ملا هيبت الله آخوندزاده، څو کلونه په یوه ديني مدرسه کې تدریس کړی دی. د آخوندزاده کشر ورور، د ۲۰۱۹م کال په اګست کې په یو مسجد کې چاودنه کې ووژل شو. په همدې ترتیب، د طالبانو د محکمې رئيس، عبدالحکيم اسحق زي هم په کويټه کې ېوه مدرسه مخ ته وړله.

په پاکستان کې د ټي ټي پي د فعالیتونو پراخیدل

کارپوهان وايي، که څه هم بلوچستان له ۲۰۰۴م کال راهیسې د بيلتونغوښتونکو له خوا رامنځ ته شوو ناآرامیو اغیزمن کړی، خو په وروستيو کې پر دغي سیمي د پاکستاني طالبانو نفوذ، د هغې نسبي امنیت ته نور ګواښ هم متوجه کړی دی.

اسلام آباد او پيکینګ تر دې مخکې د چین- پاکستان د څو ميلیارد ډالري اقتصادي دهلیز (سي پي ای سي) پروژې د امنيت په اړه د پاکستان په مختلفو برخو په ځانګړې توګه بلوچستان کې اندېښنه ښکاره کړې ده.

اړوند مطلب: د پاکستان د پوځ او طالبانو ترمنځ نښته؛ لس کسان وژل شوي

کارپوهان په دې باور دي چې ټي ټي پي په دې هڅه کې ده تر څو خپل د فعالیتونو لمن له پښتون میشتو سیمو څخه ورهاخوا ته پراخه کړي، همدارنګه کوښښ کوي تر څو بلوچ بېلتونغوښتونکي او نورې ډلې له ځان څخه ملاتړ ته اړې کړې.

تحریک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي د روان کال د اپریل مياشتي پر ۱۲ اعلان وکړ چې د بلوچستان په کويټه او قلات سیمه کې دوې ملیشه ېې ډلې د دوی له لیکو سره یو ځای شوي دي.

خپلواک کارپوه تميم باحث، چې د افغانستان او پاکستان پر امنيتي موضوعاتو تمرکز کوي، وايي: «که دغه بهير ادامه ولري او ټي ټي پي وشي کړای په بلوڅ بيلتونغوښتونکو کې خپل نفوذ پراخ کړي، د دغې ډلې عملیاتي توان به د پام وړ ډېر شي چې نظامي ماته ېې لا پسې سختوي.»

بروکینګز موسسه چې پر پاکستان تمرکز کوي، ورڅخه څېړونکې مديحه افضل، وايي: «د پاکستان له پاره د ټي ټي پي ګواښ د پام وړ او د ډېريدو په حال کې دی.»

اړوند مطلب: د یوه ډګرمن په ګډون د پاکستان پنځه تنه امنیتي سرتیري وژل شوي

هغې دويچه ویله ته وويل: «تحریک طالبان پاکستان ډله، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو او په وروستيو کلونو کې د دغې ډلې پر وړاندې د پاکستان حکومت د متزلزله عملکرد په نتیجه کې قوي شوې ده. پاکستان په کراتو هڅه کړې تر څو له دغې ډلې سره مذاکرات وکړي، خو دغه مذاکرات په پرله پسې توګه له ماتو سره مخ شوي، ځکه چې دغه ډله د پاکستان حکومت له موجودیت او له اساسي قانون سره مخالفه ده.»

دویچه ويله د/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب