پاکستاني علما: د ښځو مخپټی لازمي نه دی
۱۳۹۴ مهر ۲۹, چهارشنبهد فرانسې خبري آژانس د سه شنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې د بشري حقونو فعالانو د پاکستان د محافظه پالو علماوو شورا دغه نادره فیصله تشویقونکې بللې ده.
اسلامي نظریاتي کونسل په ۱۹۶۲م کال کې جوړ شوی دی او کار يې له شریعت سره د قوانینو د همغږي کولو په برخه کې پارلمان ته سلا مشوره ورکول دی.
که څه هم اسلامي نظریاتي کونسل ویلي دي چې د ښځو د مخ او لاسونو او پښو پټول د شرعي قوانینو له مخې لازم نه دي، خو د يادي ادارې یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې مولانا محمد خان شیراني «ښځو ته دا مشوره ورکړې ده چې اخلاقي اصول تعقیب کړي او په ټولنه کې محتطانه چلن غوره کړي.»
د دغې شورا ویاند دا هم ویلي دي چې مولانا شیراني، ښځو ته دا سپارښتنه هم کړې ده چې «د خطرونو د مخنیوي په موخه د خپل بدن ټول غړي پټ وساتي.»
د ښځو د حقونو یوې مشهوري فعالي فرزانې باري، دغه پریکړه «ډیره په زړه پورې» بللې ده. هغې زیاته کړې ده: «دا یوه ښه اشاره ده، مذهبي مشران دې ته متوجه شوي دي چې د هغوی مشروعیت له یوه چيلینج سره مخامخ دی او دغه پریکړه د دغه ذهنیت د ښه والي په موخه شوې ده.»
خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې اسلامي نظریاتي کونسل، چې سپارښتني یې الزامي بڼه نه لري، په تیرو وختونو کې د خپلو پریکړو له کبله پرې سختي نيوکي شوي دي.
تیر کال دغي مذهبي ادارې په خپله یوه پریکړه کې په کښته عمر د نجونو پر ودولو د بندیز حکومتي قانون له اسلامي احکامو سره په ټکر کې بللی وو او له حکومت څخه یې په دغه قانون کې د تعدیل غوښتنه کړې وه. چې دا بيا د بشري حقونو فعالانو د غوسې سبب و گرځید.