پاکستاني قصاب د خپلي سزا د کره کتني غوښتنه کړي
۱۳۹۰ مرداد ۷, جمعهد ستري محکمي دغي منبع ویلي چي محمد اجمل قصاب د هغه زندان د مسولینو له لاري چیري چي دی ساتل کیږي، د هندوستان ستري محکمي ته درخواست کړی چي د ده د اعدام حکم تر کره کتني لاندي ونیسي.
د هندوستان د ستري محکمي دغي سرچیني چي نه غواړي نوم یي واخیستل شي، وایي چي قصاب د «ارتور رود» د زندان د چارواکو له لاري د خپل د اعدام د حکم د کره کتني غوښتنه کړي.
پاکستاني قصاب د هغو لسو کسانو په ډلي کي یوازینی ژوندی نیول شوی کس دی چي په 2008 کال کي یي د هندوستان په پلازمیني، ممبيي برید تر سره کړ.
23 کلن قصاب د خپلي اعدام د سزا د کره کتني لومړنی درخواست د فبروري په میاشتي کي د هندوستان محکمي ته کړي وه او غوښتي وه چي د ده د اعدام سزا تر کره کتني لاندی ونیول شي.
د قصاب لخوا د هغه د قضيي د کره کتني درخواست کول هغو وکیلانو هم تصدیق کړی چي پخوا د ده په قضیي کي دخیل ول.
د هندوستان په قانون کي د اعدام سزا شته. دغه سزا د ډیرو سختو جرمونو لپاره ورکول کیږي. اوس مهال پر قصاب د محکمي لخوا د هندوستان په وړاندي د جګړي، قتل، د قتل کولو د کوښښ او د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو تورونه اثبات شوي د کومو لپاره چي ده ته د اعدام سزا هم ورکړل شوي ده.
که د هندوستان ستره محکمه هم د قصاب د سزا د کره کتني درخواست رد کړي، دی کولای شي چي د اخري منبع په توګه د هندوستان ولسمشر ته خپل درخواست وړاندي کړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل