1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

پر یو پاکستاني پولیس پر عارضې ښځې د جنسي تيري تور

۱۴۰۲ مرداد ۱, یکشنبه

پاکستاني چارواکي وايي د پولیسو هغه افسر ېې نیولی چې پر ېوې حامله ښځې د جنسي تيري شک دی. دغې ښځې خپل خاوند سره تر شخړې وروسته د پولیسو مرسته غوښتې وه خو افسر هغه د پولیسو د مرکز پر ځای یو آپارتمان ته بېولې وه.

د آرشیف انځور - پاکستاني پولیس اسلام آباد ته څېرمه د تلاشۍ په یوه پوسته کې
د آرشیف انځور - پاکستاني پولیس اسلام آباد ته څېرمه د تلاشۍ په یوه پوسته کې انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

د اسلام آباد د پولیسو یو ویاند د یکشنبې په ورځ (د جولای ۲۳مه) وويل: «شکمن چې يو پولیس دی نیول شوی او تر تحقیقاتو لاندې دی.»

د آلمان خبري آژانس په حواله دغه پېښه پلازمينه اسلام آباد ته څېرمه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د شپږو میاشتو یوې حاملې ښځې له خپل خاوند سره تر یوې شخړې وروسته خپل کور پرېښود او د پولیسو په لټه کې شوه.

ورته نورو ولولئ: د پاکستان پوليس: پر يوې امريکايي د ډله ایز جنسي تيري په تور دوه کسان نيول شوي

دغې شل کلنې ښځې شکايت ثبت کړی چې هغه د پولیسو مرکز ته په لاره وه چې د پولیسو د ډولفین ایمرجنسي واحد یو افسر چې د مرستې ژمنه ېې وسره کړې وه ولیده خو افسر هغه د پولیسو د مرکز پر ځای یوه اپارتمان ته بوتله او ورباندې ېې جنسي تېری وکړ.

په انګلیسي ژبه خپرېدونکې پاکستانۍ ورځپاڼې، ډان، د يکشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې لوړپوړو چارواکو په ابتدا کې هڅه کړې تر څو دغه پېښه د بېړنیو پيښو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د واحد د بدنامه کېدو د مخنيوي له پاره پټه وساتي.

ورته نورو ولولئ: د پاکستان په يوه کوچني ښارګوټي کې د ډېرو ښځو د وژنو پېښې

په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالو پېښو په کراتو شدید مخالفتونو له ځانه سره درولودلي دي. د پاکستان پارلمان تېر کال د جنسي جرمونو په تړاو یو داسې قانون تصویب کړ چې په هغه کې په ځانګړې توګه د جنسي تيري او د ماشومانو جنسي آزار په څير شدیدو قضیو کې د عامل له پاره د اعدام سزا په نظر کې نيول شوې ده.

دغه قانون وروسته له هغې تصویب شو چې یو مجرم د پاکستان پر یوه لوې لار، پر ېوې ښځې د هغه د ماشومانو په مخ کې جنسي تیری وکړ. هغه وخت په رپوټونو کې ويل شوي وو چې د دغې ښځې موټر پر لاره تېل خلاص کړي وو او د سفر پر مهال ېې ماشومان هم ورسره ول. دغې پېښې په پاکستان کې د خلکو سخته غوسه راپارولې وه.

ورته نورو ولولئ: په پاکستان کې دوه نارینه پر اعدام محکوم شوي

آ/م.ک.ص./ا.ا.

پاکستان سره په تړاو زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل