1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني پولیس: په کوټه کې مو شپږ داعشيان وژلي

۱۴۰۰ دی ۲۰, دوشنبه

د پاکستان د تروریزم ضد پولیس وايي چې په کوټه کې يې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې شپږ غړي وژلي دي. د اسوشتيد پریس په حواله دغه افراد د دوي پر پټنځای د پولیسو د شپني عملیات پر مهال وژل شوي دي.

Pakistan Armee | Training vor Weihnachten
پاکستاني ځواکونه - د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د پاکستان د تروریزم ضد پولیسو له خوا په يوې خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه عملیات د کوټې مرکز اړوند په منظور شهید سیمه کې ترسره شوي دي.

په اعلامیه کې ادعا شوې ده چې دغه عملیات د موثقو استخباراتي معلوماتو پر اساس داسې وخت شوي چې اورپکو پر ښار باندې يوې حملې ته چمتووالی نیوه.

زياته شوې چې پر پټنځای د پولیسو د چاپې پر مهال اورپکو پر پولیسو ډزې کړي او لاسي بمونه يې غورځولي دي. اعلامیه زیاتوې چې د دواړو لورو ترمنځ جګړې يو ساعت دوام وکړ، چې په نتيجه کې يې شپږ اورپکې ووژل شول او يو شمیر نور په تېښته بریالي شوي دي چې لټون يې ادامه لري.

د وژل شوو اورپکو په ډله کې يو تن يې د اصغر سومالاني په نوم پيژندل شوی دی.

پاکستاني چارواکي په دغه هیواد کې د «اسلامي دولت» هر ډول تنظیم شوی حضور ردوي، خو دغه ډله وخت ناوخته د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې چې له افغانستان سره ګډې پولې لري، بریدونه کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب