پاکستاني چارواکو د طالبانو د څو پوستو له تخریب څخه خبر ورکړ
۱۴۰۵ اردیبهشت ۹, چهارشنبه
دوو پاکستاني چارواکو همدا راز ويلي دي چې ددغه هیواد ځواکونو همدارنگه د بلوچستان ولایت د چمن ښار ته نیژدې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) پټنځایونه هم په نښه کړي دي.
ددغو چارواکو په حواله چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا سي، تیره ورځ د افغان طالبانو له خوا د هاوان یوه فیر سوې مرمۍ په دغه سیمه کې پر یوه کور لگیدلې چې په نتیجه کې یې یو ملکي کس وژل سوی او دوه تنه نور زخمیان سوي دي.
د پاکستاند کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي په یوې اعلامیې کې وویل چې پاکستاني ځواکونو د پر وخت اقدام په کولو سره، د یاغیانو «شوم نیتونه» خثی کړل او زیاته یې کړه چې پاکستاني ځواکونه دغو بریدونو ته د «مناسب جواب» د ورکولو په حال کې دي.
د طالبانو ادارې تر اوسه په دې اړه د پاکستاني چارواکو له خوا ادعاوو په هکله کوم نظر نه دی وړاندې کړی. په دغو سیمو کې د خبریالانو د نه حضور په دلیل، په خپلواکه توگه د دواړو خواوو د ادعاگانو تأیید ستونزمن دی.
دا په داسې حال کې چې د طالبانو د ادارې چارواکو دوې ورځې مخکې اعلان وکړ چې د افغانستان په شمال ختیځ کې د پاکستان له خاورې فیر سوې مرمۍ او توغندي په یوه پوهنتون او ملکي کورونو لگیدلي دي او په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۷ کسان وژل سوي او نور ۸۵ تنه زخمیان سوي دي. پاکستان د پوهنتون په نښه کول او یا داسې بریدونو ترسره کول رد کړي دي.
په افغانستان کې د ملگرو ملتو مرستندویه پلاوي (یوناما) تیره ورځ وویل چې د کونړ په مرکز اسعد آباد کې یې د یوه پوهنتون په شمول د بریدونو رامنځته کیدل ثبت کړي چې پکښې « لسونو تنه وژل سوي او یا هم زخمیان سوي دي.»
یوناما زیاته کړې چې د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو له مخې باید ملکیان او د زده کړو د تاسیساتو په گډون له غیر نظامي ځایونو څخه باید ساتنه وسي.