1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانی اسقف: د «کفر ويلو» قانون مسيحان ګواښي

۱۳۹۸ مهر ۱۴, یکشنبه

د يو پاکستاني اسقف په خبره، مقدساتو ته د اهانت قانون، په دغه هيواد کې د مسيحي اقليت له پاره په ورځني ګواښ بدل شوی دی. د هغه په وينا مسيحيان په پاکستان کې د «دوهمې درجې اتباع» شميرل کيږي.

Symbolbild Christenverfolgung
انځور: picture-alliance/dpa/S. Akber

د پاکستان په حيدرآباد کې د کاتوليکانو د يوې کليسا اسقف، سامسون شوکاردين د اتريش په پلازمينه ويانا کې د مسيحيانو په يوه مذهبي کنګره کې د عيسويانو په هلکه د ناسمو څرګندونو په اړه خپله انديښنه ښکاره کړه.

هغه د جمعې په ورځ ويلي وو هغه کسان چې د «کفر ويلو» په تړاو پر غلطو تورونو بې ګناه خلکو ته جزاوې ورکوي، بايد په راتلونکي کې پخپله مجازات کړل شي.

شوکاردين وويل چې د پاکستان کاتوليکي کلیسا په دغه هيواد کې مقدساتو ته د اهانت يا د «کفر ويلو» قانون د بشپړ لغوه کيدو له پاره هڅې نه کوي. هغه زياته کړه پاکستاني عيسويان په حکومت او قانون کې د اسلام ستر رول مني، خو پاکستان په ۱۹۴۸ کې د خپل تاسيس پر وخت د عقيدې د آزادۍ پر بنسټ درول شوی وو.

د پاکستان د حيدرآباد کاتوليکي کليسا اسقف زياتوي چې د پاکستان د ۱،۶ سلنه مسيحانو اقليت، د مسلمانانو د ۹۶ سلنې اکثريت په مقابل کې په يو ډير حساس وضعيت کې قرار لري او دغه وضعيت تر هر څه د مخه له ځوانانو څخه د يوې ښې راتلونکې له پاره د هغوی هيلې اخلي.

په پاکستان کې د «کفر ويلو» قانون په ۱۹۸۰م کال عملي شو. په دغه قانون کې د هغو افرادو له پاره چې پر قران کريم او يا هم د اسلام پر سپيڅلي پيغمبر باندې نيوکې کوي، د اعدام تر حده سختې جزاوې په نظر کې نيول شوي دي.

د شوکاردين په خبره د کفر ويلو په تړاو ډيری تورونه په مسجدونو کې کیږي او د هغو په ادامې تورن کس د خپلسرو مجازاتو له خطر سره مخ کیږي چې په نتيجه کې يې د حکومت قضائيه قوه هم تر فشار لاندې نيول کيږي.

دغه پاکستاني اسقف د دغې موضوع په تړاو د آسيه بي بي له برخليک څخه هم يادونه وکړه، چې پر وينا يې د کفر ويلو په تور يې لس کاله بې ګناه اعدام ته په انتظار کې تير او بالاخره د ډيرو هيوادونو د اعتراضونو په پايله کې له بنده خلاصه شوه.

شوکاردين وايي مسيحيان په پاکستان کې د نورو لږکيو په څير د «دوهمې درجې اتباع» ګڼل کيږي او دغه راز دوی اجازه نه لري چې په ځينو دولتي پستونو کې وګمارل شي.

خو سامسون شوکاردين په عين وخت کې دا هم مني چې په ټوله کې د مسيحيانو او مسلمانانو تر منځ روابط ډير ښه شوي دي. هغه وايي: «اسلام بد دين نه دی، مسلمانان بد خلک نه دي.» د هغه په وينا ښه خبره دا ده چې د مسلمانانو او مسيحيانو تر منځ د روابطو او خبرو اترو ملاتړ د پاکستان د حکومت له خوا کيږي.

KNA) / si, rs/mks/ns)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب