عمر وايي چې وروسته له هغې اروپا ته مهاجر شو چې پاکستاني طالبانو يې پلار او ورور ووژل. هغه شپږ مياشتې پلې مزل وهلی تر څو اروپا ته ورسيږي، خو اروپا کې هر څه هغه شان نه وو چې دې يې فکر کاوه.
عمر د خپل بشپړ نوم د نه ښودلو په شرط وويل، هيڅ څوک پرته له دليله خپل هيواد نه پريږدي، « زه ليونی نه يم چې خپل پاکستان مې پريښود. که هر څوک دغه کار کوي تر شا يې يوه وجه شته».
عمر د خپل مهاجرت په اړه وويل چې شپږ مياشتې يې پلې مزلونه وکړل تر هغې چې ختيځې اروپا ته ورسيد. هغه وايي چې دغه مقصد له پاره ايران ته ولاړ او له هغه ځايه د واورو ډکو لارو په وهلو يې ځان تر اروپا رسولی دی. عمر وايي چې دا له حده زيات ستونزمن سفر وو، خو ده له پاره له دې پرته بله چاره نه وه.
کله چې دغه پاکستاني مهاجر اسوشتيد پریس ته خپلې کيسې کولې، سترګې يې له اوښکو ډکې وې. د هغه په وينا، کله يې چې مور له دې خبره شوه چې وسلوالو طالبانو يې خاوند او زوي وژلی دی، ورته يې وويل چې « ما ستا پلار او ورور له لاسه ورکړل، خو اوس نه غواړم چې ته مې له لاسه ووځې». د عمر په وينا چې له هغې وروسته يې له پاکستانه د وتلو پريکړه وکړه او اروپا ته مهاجر شو.
اوس عمر غواړي چې په يو ډول نه يو ډول سره، ځان برتانيا ته ورسوي، په داسې حال کې چې په کاله کې امنيتي تدابير هم زيات کړل شوي دي. عمر يوازې د لسو ورځو په دننه کې څلور ځله هڅه کړې ده چې له کالې څخه په يوه لارۍ ځان پټ او بريتانيا ته واوړي، خو بريالی شوی نه دی.
د فرانسې په دغه بندري ښار کې د مهاجرو د تم کيدو يوه وجه همدا ده چې دوی غواړي د هرې ممکنې لارې له دغه ځايه ځان بريتانيا ته ورسوي.
فرانسې د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر مياشت د يو عمليات په ترڅ کې کاله کې د مهاجرو کمپ چې په «ځنګل» هم مشهور وو په جبري توګه وتاړه او مهاجر يې نورو سيمو ته وليږدول.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.03.2016):
د پاکستاني مهاجرو نیمگړي خوبونه
د مهاجرو په اوسني کړکیچ کې په زرونو پاکستانیان هم لویدیځي اروپا ته رسیدلي دي. له یونان څخه یوه پاکستاني افتخار علي، ځیني انځورونه راستولي دي چې په اروپا کې د بهتره ژوند تصور او د هغې برعکس حقیقت منعکسوي.
انځور: Iftikhar Ali
د یوه ښه راتلونکی د خوب تعبیر، د تشنابونو پریمنځل
په زرونو پاکستانیان چې له خپلو کورونو د مهاجرت په نېت وتلي، د یوه ښه ژوند د موندلو له پاره یې منزل آلمان او نور لویدیځ اروپایي هیوادونه ول. خو ښایي د چا په فکر کې هم نه وي گرځیدلي چې د ژوندانه په بیه د سختو لارو وهلو وروسته به په آتن کې د مهاجرو په یو کمپ کې تشنابونه پاکوي.
انځور: Iftikhar Ali
د قاچاقبرانو ژمني او حقیقت
زیاتره پاکستاني مهاجر چې د پنجاب ایالت دي، وايي د یوې ښې راتلونکی خوب انساني قاچاقیانو انځور کړی وي. تر آلمانه د رسیدو لومړی لگښت د سړي پر سر پنځه لکه کلداري ښوول شوې وې، او کابو له هر چا څخه دغه پېسې تر مخه اخیستل شوې وې. خو کله چې هغوی یونان ته ورسیدل نو د وړاندي تگ ټولې لارې بندې شوي وې او هغه مهال د قاچاقبرانو ټولي ژمنې دروغ وختې.
انځور: Iftikhar Ali
له پاکستانیانو سره د توپیري چلن شکایت
د سوریې او نورو جگړو ځپلو هیوادونو مهاجرو ته د بالکان هیوادونو له لاري اجازه ورکول کیږي چې جرمني او نورو اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي. د اروپایي حکومتونو له نظره زیاتره پاکستاني اتباع یوازې د اقتصادي ستونزو له کبله خپل هیواد پریږدي. له دې کبله په اروپا کې هغوی ته د پناه ورکولو چانس لږ دی. خو زیاتره پاکستانیان شکایت کوي چې په یونان کې چارواکي له دوی سره ناروا او توپیري چلن کوي.
انځور: Iftikhar Ali
په کمپ کې چې اوسیږې نو پاکول خو به کوي!
په لسونو پاکستاني مهاجر وایي چې یوناني چارواکي په کمپونو کې د پاکوالي کار یوازې دوی ته سپاري. دوی ته ویل شوي دي چې پاکستاني اتباعو ته په عمومي شکل د مهاجرو په کمپونو کې د اوسیدو اجازه نه شته. خو هغوی ته په کمپونو کې مؤقتي پناه یوازي په دې شرط ورکړل شوې ده چې د پاکۍ کار به کوي.
انځور: Iftikhar Ali
په پردیسۍ کې یوازیتوب، نهیلي او ناروغي
په سونو پاکستاني مهاجر له یونان څخه د وړاندي سفر تر بندېدو وروسته اوس بیرته خپل وطن ته ستنیدل غواړي. د یوې یونانۍ ویب پاڼې د رپوټ له مخې تیره اوونۍ دوو پاکستانیانو د ځان وژلو هڅه هم کړې وه.
انځور: Iftikhar Ali
د لږ او نامناسب خوراک پایلې
په یونان کې د پناه په لټه کې زیاتره پاکستانیان وایي چې په مهاجر کمپونو کې دوی ته ورکول کیدونکي خواړه ډیر لږ وي او کیفیت یې هم ښه نه وي. دغسې ډېرو مهاجرو وویل چې د ژوندي پاتېدو له پاره د ورځې یو وخت ډوډۍ تر لاسه کوي. په دغسې یوه حالت کې ډېر خلک د روحي ناروغیو تر څنگ په جسماني توگه هم ډنگر او ناروغه شوي دي.
انځور: Iftikhar Ali
بیرته خپل ټاټوبي ته د ستندو له پاره اوږده کتارونه
د ډیرو نا امیده شویږ پاکستاني مهاجرو له پاره تر ټولو ځورونکی پړاو دا دی چې د سفري اسنادو د نه لرولو له کبله اوس په عاجل ډول خپل هیواد ته هم نه شي تلای. د هغوی په وینا په آتن کې د پاکستان سفارت له خوا هغوی ته د مؤقتي اسنادو ورکولو بهیر ډیر اوږد او لویه حوصله غواړي.
انځور: Iftikhar Ali
په مسافرۍ کې د خپلو ماشومانو یادیدل
د پاکستان د گجرات سیمې ۴۱ کلن اوسیدونکی سجاد شاه، هم خپل هیواد ته ستنیدل غواړي. څو میاشتې کیږي چې سجاد شاه چې د درو ماشومانو پلار دی له خپلې کورنۍ بیل شوی دی او نن ورځ یې مالي ستونزې تر پخوا ډیرې دي. هغه وایي کله چې په کمپونو کې ماشومان وویني چې لوبي کوي نو خپل ماشومان وریادیږي او له همدې وجې بیرته خپل کور ته ستنیدل غواړي.
انځور: Iftikhar Ali
ډله ایز استوگنځای، یوازې یوه خیمه
د نورو هیوادونو وگړو ته یوناني چارواکو په پخو کورونو کې ځای ورکړی دی، خو زیاتره پاکستانیان په مؤقتي خیمو کې چې پکښې په ډله ایز توگه خلک اوسیږي، ژوند کوي. دا حالت د هغوی له پاره ځکه د اندیښنې وړ دی چې د اروپا له سړې هوا سره نا آشنا دي.
انځور: Iftikhar Ali
د انتظار پرته نور څه نه شي کیدای ...
په یونان کې دغه پاکستانیان وایي، چې سفارت ته یې د سفري اسنادو د ورکولو عریضه ورکړې ده او د څو میاشتو تر تیریدو وروسته هم یوازې انتظار باسي. د یوه مهاجر په وینا څو کسانو د مهاجرت نړیوالي ادارې څخه هم خپل هیواد ته د بیرته ورگرځیدو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې خو هغوی ورته ویلي دي چې سفري اسناد یوازی د پاکستان سفارتي نمایندگۍ ورکولای شي.
انځور: Iftikhar Ali
یوازې مو کور ته پریږدئ
په یونان کې ډیر پاکستاني مهاجر د اسلام آباد له حکومته غوښتنه کړې ده چې ژر بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو له پاره عملي گامونه واخیستل شي. دغه کسان ادعا کوي چې په آتن کې د پاکستان سفارت «پر تکراري ژمنو سربیره هم مناسبه مرسته نه کوي.»