پاکستانی وزير د حساسو دفاعي معلوماتو په بربنډونه تورنيږي
۱۳۹۵ آبان ۸, شنبه
د پاکستان د اطلاقاتو وزير پرويز رشيد و يوې ورځپاڼې ته د معلومات د افشا کولو له کبله له دندي ليري کړل سوی دی. د دغه وزير د ليري کولو خبر د لومړي وزير دفتر ورکړی دی.
اعلان
د پاکستان د اطلاعاتو وزير پرويز رشيد له دندې ليري کړل سوی دی. دا د هغه څخه وروسته چي د روانې مياشتي په پېل کي يوې ورځپاڼي د پاکستان د حکومت او د پاکستان د پوځ تر منځ د اختلافاتو په تړاو معلومات خپاره کړل.
د دغه وزير د له دندې ليري کېدو خبر د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف دفتر ورکړی دی.
د پرويز رشيد د وزارت څخه دوو منابعو د رايټرز خبري آژانس ته ويلي چي دغه وزير د ملي دفاع پر حساسه موضوع د يوې ورځپاڼي د راپور په تړاو د پلټنو د پوره کېدو پوري له دندې پر شا سوی دی.
دغه پلټنه د دې له پاره تر سره کيږي چي ايا پرويز رشيد دغې ورځپاڼي ته ياد معلومات ورکړي ول که څنکه. دغې مجلې د پاکستان د ملي دفاع د شورا د يوې حساسي غونډي تفصيلات خپاره کړي ول.
د لومړي وزير نواز شريف له دفتر څخه په خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي «د اطلاعاتو له وزير څخه غوښتنه سوې چي له خپلي دندې پر شا سي تر څو پلټنې په آزاده او تفصيلي توګه ممکنه سي.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.05.2016):
دغه څمڅې له لیرې څخه ننداره کوونکو ته د نزدې راتلو بلنه ورکوي او چې سړی نزدې ورشې نو پر کتونکو یې د تاریخ راز غلبه کوي. له ۱۸۵۰م کال راهیسې د دغو سمڅو چارې د یوه کورنۍ په لاس کې دي. د دغو غارونو ساتنه د کورنۍ اوسنی مشر محمد اسماعیل پر غاړه او دی دغه کار له ځوانۍ راهیسې کوي.
انځور: DW/I. Jabeen
د سیلانیانو له پاره زړه راښکونکي
د رخصتیو په ورځ ډیر شمیر ځایي سیلانیان د شاه الله دته، کلي ته مخه کوي کوم چې اووه سوه کاله پخوانی دی. د دغو سیلانیانو له پاره محمد اسماعیل یوه کوچنۍ قهوه خانه هم پرانیستي ده. د بهرنیو سیلانیانو په منځ کې ډیری یې د بودها دین پیرویان دي. له دغه ځای څخه لږ وړاندې د یوې زړې بودایي ستوپه، پاته شوې نخښې نښانې هم شته.
انځور: DW/I. Jabeen
د گرمۍ د راکمولو هڅه
په دغه انځور کې لیدل کیږي چې د سمڅو سمبالونکی محمد اسماعیل له ماسپښین وروسته پر ځمکه اوبه پاشي، څو د گرمۍ تاو لږ کښیني. د یوه غار په خوله کې یو رنگه څادر هم غوړیدلی دی چیرې چې محمد اسماعیل یا په خپله آرام کوي او یا هم راغلي مېلمانه هلته د لږ ساعت له پاره آرام کوي. او د اسلام آباد پراختیایي ادارې یو پلان جوړ کړی دی چې دغه غارونه خوندي کړی شی او ورغول شي.
انځور: DW/I. Jabeen
د راتلونکي په هکله امیدواري
محمد اسماعیل له دویچه ویله سره په خپرو کې ویلي دي چې په تیر وخت کې هم د اسلام آباد پراختیايي ادارې د دغو غارونو د رغولو پلان جوړ کړی وو خو کومه عملي نتیجه یې ور نه کړه. خو دا ځل هغه امیدواره دی چې د مارگله په غرونو کې دغه تاریخي غارونه ورغول شي او د سیلانیانو له پاره به زړه راښکونکي وي چې د سیمې په ودې کې به هم مرسته وکړي.
انځور: DW/I. Jabeen
د سمڅې دننه ننداره
په دې انځور کې د شاه الله دته، د یوه غار دننه برخه ښکاري، او لیدل کیږي چې د څو سوه کلونو په اوږدو کې دغه سمڅې د خرابیدو له کوم عمل څخه تیرې شوي دي. ځینو غارونو ته ننوتل له خطر نه خالي نه دي.
انځور: DW/I. Jabeen
د رغاولو او پاکۍ چارې
د دغو سمڅو په ځینو باندینو دیوالونو کې سوري هم شته. د دغو غارونو د احتمالي رالویدو د مخنیوي او پاکوالي له پاره مناسبو تدابیرو ته اړتیا ده. د اسلام آباد پراختیایي ادارې د څمڅو د بیا رغولو له پاره ۴۰ میلیونه کلدارو یوه پروژه چمتو کړې، چي په روان مالي کال کې به یې چارې پیل شي.
انځور: DW/I. Jabeen
پخوانی باغ
د محمد اسماعیل په وینا پخوا وخت د دې ځای یو نوم گړیاله، همم وو چې پر څو جریبه ځمکه باندې د میوو لرونکو ونو یو ستر باغ هم وو، چې د «بدهو باغ» په نامه یادیده. دغه باغ پراختیايي ادارې په ۱۹۸۳م کال کې په خپل ملکیت کې ونیو او اوس له منځه تللی دی. دغلته یوه چینه هم شته چې تالاب پرې جوړ شو او ټول کړي اوبوي.
انځور: DW/I. Jabeen
پر دغه لار به پخوا افغانستان او هند ته پوځي قافلې تللې
د پوټهوهار، په سیمه کې د شاه الله دته کلی پر یوه داسې لار پروت دی چې څو پیړۍ به پرې د هند او افغانستان تر منځ شاهي او پوځي قافلې تلې راتلې.
انځور: DW/I. Jabeen
په جون میاشتې کې د جوړیدو چارې پیلیږي
د دغو سمڅو د بیا رغولو چارو سمبالونکي عامر علي په وینا پر دغه پروژه به کار د روان مالي کال دمخه پیل شي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دغه غارونه زموږ تاریخي میراث دی. دا باید لا ډیر پخوا خوندي کړی شوي وای. په تیر وخت کې ډېر پلانونه جوړ شول خو عمل پرې و نه شو. اوس موږ ډیر منظم پلان جوړ کړی دی. موږ د دغو غارونو په واسطه غواړو سیلاني توب ته هم پراختیا ورکړو.»