1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له کابل سره اړیکې تر بل هر وخت ښې دي»

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ اسفند ۱, جمعه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په واشنگتن کې د ترهگرۍ او افراطیت ضد د یوه کنفرانس په څڼده کې وویل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په اړیکو کې یو مثبت تحول لیدل کیږي او اوس تر بل هر وخت ښې شوې دي.

Pakistanischer Armeechef Raheel Sharif mit afghanischem Präsidenten Ashraf Ghani
انځور: ARG

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ناصر علي خان، وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو له پاره، په خاصه توگه د تروریزم ضد مبارزه کې ښه امکانات برابر شوي دي.

علي خان په واشنگتن کې د سپینې ماڼۍ په ابتکار په هغه کنفرانس کې گډون وکړ چې هدف یی د ترهگرۍ او افراطیت پر ضد د مبارزی له پاره نوې لارې چارې لټول دي. د کنفرانس په څڼده کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزیر جان کیري، سره له لیدنې کتنې وروسته وویل: «افغانستان او پاکستان یو له بل سره نژدې همکاري لري، په خاصه توگه د تروریزم ضد مبارزه کې به یو بل ته لاس ورکړي.»

خو پاکستاني وزیر اعتراف وکړ چې په تیرو وختونو کې د هغه د هیواد او د افغانستان اړیکې وخت په وخت له ستونزو او کړکیچونو سره مخامخ وې: «د افغانستان او پاکستان اړیکي هیڅکله دومره ښې نه وې لکه اوس او دا یو ډير مثبت تحول دی.»

له مثبت تحول څخه د ناصرعلي خان مقصد کابل ته د پاکستان د پوځ د لوړ پوړي چارواکي سفر وو چې ویل کیږي افغان حکومت ته یی ډاډ ورکړی چې وروسته له دې به د زور پالونکو پر ضد جگړه کې دواړه هیوادونه له یو بل سره له نژدی همکاري وکړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف، د سه شنبی په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل. د رپوټونو له مخې غنې او راحیل دواړو د خپلو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو څخه ستاینه کړې.

له دغې لیدنې کتنې څخه یوازې دوه ورځې وروسته د پاکستان د پوځ د یوه چارواکي له خولې د رویترز خبري آژانس رپوټ ورکړ چې پاکستان به د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو له پاره لاره اواره کړي. د دغه پاکستاني مقام چې هویت یې نه دی بربنډ شوی، له خولی ویل شوی دي: «افغان حکومت او طالبان به د راتلونکې میلادې میاشتې په سر کې د سولې خبرو اترو ته کښینې.»

خو تر اوسه پورې نه افغان حکومت او نه هم طالبانو په رسمی توگه د یو داسې لیدنې کتنې پخلی کړی دی. افغانستان وخت په وخت پاکستان تورن کړی چی له افغان طالبانو څخه ملاتړ کوي، خو اسلام آباد دا خبره رد کړې ده.

د اسلام آباد او واشنگټن اړیکې

په عین وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ناصر علی خان، په سپنه ماڼۍ کې د ترهگرې او افراطیت ضد کنفرانس په څنده کې وویل چې په دی موده کې د اسلام آباد او واشنگتن تر منځ اعتماد هم وخت په وخت له هسکو او ژورو سره مخامخ شوی دی.

د اسلام آباد او واشنگتن اړیکې هغه وخت ستونزمنې شوې چې په ۲۰۱۱ کال کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن د پاکستان د ایبټ آباد یوې پوځې اډې ته نژدې د متحده ایالاتو د خاصو کوماندو ځواکونو له خوا ووژل شو.

له بلې خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارنو وزیر جان کیري، د افغانستان او پاکستان له ورستیو هڅو چې غواړي یو له بل سره له نژدې همکاري ولري ستاینه وکړه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب