1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستانی چارواکی: د طالبانو دوه مهم قوماندانان مو نيولي

۱۴۰۳ تیر ۶, چهارشنبه

يوه پاکستاني چارواکي ويلي دي چې امنیتي ځواکونو په بلوچستان ايالت کې د پاکستاني طالبانو دوه مهم قوماندانان نيولي دي.

په پاکستان کې په دې وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه ډېر شوي دي
په پاکستان کې په دې وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه ډېر شوي دي انځور: Abdul Majeed/AFP

د پاکستان د بلوچستان ایالت د کورنيو چارو وزير ضياءالله لانګو، د چهار شنبې په ورځ په دغه ایالت کې د پاکستاني طالبانو د دوو مهمو قوماندانانو د نيولو خبر ورکړی دی.

نوموړي امنیتي ځواکونو ته د وسله والو په نيولو سره «له سترو بريدونو څخه د هېواد د ساتنې» له کبله مبارکي ويلې ده. نوموړي دغه وسله وال د قوماندان نصرالله، او قوماندان ادريس، په نومونو ياد کړي دي.

لانګو، ويلي دي چې دغه کسان «د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترسره شويو پيچلو عملياتو» په ترڅ کې نيول شوي دي. د پاکستان حکومت په روانه اونۍ کې اعلان کړی وو چې په ټول هېواد کې به د وسله والو پر وړاندې عمليات کوي.

دا کسان په داسې حال کې نيول شوي دي چې په دې وروستيو کې د پاکستان تحريک طالبان يا «ټي ټي پي» ډلې بريدونه ډير شوي دي.

د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه ښار کې د يوې مطبوعاتي غونډې پر وخت لانګو، د نصرالله يوه ويډيويي پيغام نشر کړ چې پکې نوموړي ويلي چې دی له ۱۶ کالونو راهېسې د پاکستاني طالبانو غړی دی او دا چې د پاکستان د پوځي عملياتو له کبله څو کاله په افغانستان کې وو.

پخلاینه: آیا د پاکستان ضد ډلې په افغانستان کې فعالیت لري؟

28:52

This browser does not support the video element.

نوموړي په دې ويديو کې تور لګولی دی چې دوی [پاکستان تحريک طالبان] او همدا راز بلوچ بيلتون غوښتونکي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا ملاتړ کیږي.

په مارچ میاشت کې د پاکستان په شمال لوېديځ کې پنځه چينايي انجينران هغه وخت ووژل شول چې يوه ځانمرګي بريد ګر یې موټر هدف وګرځاوه. پاکستان هغه وخت ويلي ول چې دا بريد په افغانستان کې پلان شوی وو او ځانمرګی يو افغان وو.

خو په افغانستان کې د طالبانو اداره او پاکستاني وسله والو دا تورونه رد کړل.

بلوچ بيلتون غوښتونکو هم په بلوچستان ایالت کې چينايان په نخښه کړي دي. دغه ايالت تر دوو لسیزو ډېرې مودې د تاوتريخوالي ښکار دی او وسله والې ډلې چې ځان بلوچ بيلتون غوښتونکي بولي، کله نا کله بریدونه کوي.

بلوچ وسله والو په لومړي سر کې د ایالت په طبيعي زيرمو کې ستره ونډه غوښتله خو اوس د خپلواکۍ شعارونه هم ورکوي.

په بلوچستان کې د پاکستاني طالبانو او همدا راز نورې سيمه ایزې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

ب. ص/ ن. ز (AP)

د پاکستاني راکیټونو قرباني کورنۍ د سولې ارمان په زړه کې لري

03:16

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل