د پاکستان د دفاع وزير د يوه درواغ خبر پر اساس اسرائيل په اټومي بم گواښلی. تر دې مخکي د awdnews.com په نوم يوې انټرنټ پاڼي په دروغ خبر کي ليکلي ول چي يوه پخواني اسرائيلي چارواکي د پاکستان د له منځه وړلو ګواښ کړی.
انځور: picturealliance/AP Photo/A. Naveed
اعلان
يو دروغ خبر د دې لامل سو چي د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف اسرائيل ته ګواښ وکړي چي پاکستان هم اټومي امکانات لري.
خو د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف خبري ښيي چي هغه بېله دې چي د خبر اصلي منبع او ريښتنوالی معلوم کړي، غبرګون وښود. خواجه آصف په خپل غبرګون کي ويلي ول: «د اسرائيلو د دفاع وزير په سوريه کي د داعش پر ضد د پاکستان د رول په تړاو پاکستان په اټوم بم ګواښي. خو اسرائيلو دا خبره هيره کړې چي پاکستان هم يو اټومي هيواد دی.»
د خواجه آصف ياد غبرګون د دروغ راپور تر خپرېدو څو ورځي وروسته د نوموړي پر ټويټر پاڼه خپور سو.
خو د اسرائيلو د دفاع وزارت د دغي موضوع په تړاو وضاحت وکړ او پر خپله ټويټر پاڼه يې وليکل: «د دفاع پخواني وزير موشې يالون ته د پاکستان په تړاو منسوب سوې خبره هيڅکله نه ده سوې. د پاکستاني وزير له خوا ياد سوي راپورونه مطلق غلط دي.»
د پاکستان د دفاع وزارت وياند مختار خان د آلمان خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ وويل چي وزارت يې نه غواړي پر دغه موضوع نوري خبري وکړي.
پر انټرنټ د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو د درواغو خبرونو تر خپرېدو وروسته فيسبوک تر فشار لاندي راغلی وو چي د دا ډول خبرونو مخنيوی وکړي.
پاکستان چي پکښي مسلمانان اکثريت دي، تر اوسه يې د اسرائيل دولت په رسميت نه دی پېژندلی.