1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ـ افغان ښځې ماشومان له سکن کولو څخه مستثنی دي

۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعه

له پاکستانه په لوی شمېر کې د غیر راجستر شوو افغان مهاجرو د وتلو له کبله په سرحدونو کې رامنځ ته شوې بې نظمي ته په کتو، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې پر پولو ښځې او ماشومان له سکن کولو مستثنی دي.

پاکستان وايي افغانستان ته بېرته تلونکې افغان مهاجرو له ډلې له ۱۴ کلونو ښکته عمر لرونکي ماشومان او ښځې د نادرا له خوا نه راجستر او نه سکن کيږي
پاکستان وايي افغانستان ته بېرته تلونکې افغان مهاجرو له ډلې له ۱۴ کلونو ښکته عمر لرونکي ماشومان او ښځې د نادرا له خوا نه راجستر او نه سکن کيږي انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images

په پاکستان کې ميشتو غیر راجستر شوو افغان مهاجرو ته د ورکړل شوې مودې په پای ته رسېدو سره، افغانستان او پاکستان سره پر سرحدي پولو، په تېره تورخم کې په زرونو خلک راټول شوي او افغانستان لور ته د اوښتلو له پاره په نوبت کې ولاړ دي.

که څه هم د پاکستان حکومت ويلي چې د افغان مهاجرو د اېستلو په موخه ېې ټولې لازمې چارې بشپړې کړي دي، خو افغانستان سره پر ګډو پولو وضعیت د دغې ادعا برخلاف لیدل کيږي.

پاکستاني چارواکو دې ټکي ته په کتو چې حالات بيخي له کنټروله وتلي نه وي، د غیر راجستر شوو افغان مهاجرو د وتلو په برخه کې د ښځو او ماشومانو له پاره ځانګړې اسانتياوې برابرې کړي دي. په دې اساس اوس غیر راجستر شوې افغان ښځې او ماشومان د پاکستان د نادرا ادارې (National Database & Registration Authority) په ديتابیس کې چېرته چې د دغو مهاجرو نومونه، ګوتې او انځورونه ثبتيږي، له ثتبولو مستثنی شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي ويلي دي چې «د کورنيو چارو وزارت یوه لارښوونه خپره کړې چې له ۱۴ کلونو ښکته عمر لرونکي ماشومان او ښځې د نادرا له خوا نه راجستر او نه سکن کيږي. اوس هېواد ته په خپله خوښه د ستنېدو په بهیر کې یوازې بالغ نارینه سکن کيږي.»

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړې چې د پاکستان حکومت سپارښتنه کړې چې افغانستان ته بېرته ستنېدونکې ښځې او ماشومان دې یوازې «وشميرل شي» او د هغوی تعداد دې ثبت شي.

د رپوټونو مطابق افغانستان او پاکستان سره پر سرحدي پولو، په تېره تورخم کې په زرونو خلک راټول شوي او افغانستان لور ته د اوښتلو له پاره په نوبت کې ولاړ ديانځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت یاد چارواکي ویلي دي چې د حکومت د ښځو او ماشومانو د مستثنی کولو له پرېکړې سره، سرحدي انتظامیه او مامورینو ته په کافي اندازه سهولت ایجاد شوی او دغه کار د وضعیت په کنټرولو کې مرسته کړې ده. هغه وویل چې دغه پريکړه د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د کورنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره د افغان سفير تر کتنې وروسته شوې ده. افغان سفير پاکستاني چارواکو ته ويلي دي چې کلتوري او مذهبي حساسيتونه په نظر کې نيولو سره ښځې باید له سکن کولو مستثنی وي.

«افغان اتباعو ته دې د باعزته بېرته ستنېدو له پاره اضافي وخت ورکړل شي»

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له کبله په سلونو زره افغانان خپل هېواد پرېښودو ته اړ او پاکستان ته کډه شوي دي. یوازې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته شاوخواو څلور سوه زره افغانان پاکستان ته مهاجر شوي دي.

پاکستان وايي د غیر راجستر شوو افغانانو د ایستلو پريکړه ېې په اصل کې د پاکستان د «امنيت او رفاه» له پاره کړې او هغه په دې دلیل چې په وروستيو کې په پاکستان کې وسلوالو بریدونو زور اخیستلی دی. د پاکستان حکومت تور لګوي چې په دغو بریدونو کې هغه افراطيان ښکيل دي چې له افغانستان څخه فعالیت کوي. خو د چارو کارپوهان بیا وايي چې پاکستان دغه اقدام پر طالبانو د فشار یوې وسېلې په توګه کاروي تر څو ېې هغوی دې ته اړ کړي وي چې په امنيتي مسائیلو کې پاکستان سره همکاري وکړي.

په پاکستان کې بشري سازمانونه وايي چې افغانان زورول کيږي تر څو له پاکستانه ووځي او یو شمير افغانانو هم د پاکستاني چارواکو له خوا د خپلسرو نيولو او بډو اخیستلو شکایتونه کړي ديانځور: Fatima Nazish/DW

طالبانبیا د پاکستان حکومت دغه ادعاوې چې د دغه هېواد په ناامنیو کې افغانان لاس لري، ردوی. طالب چارواکو د امنيتی مسائيل اړوند بحثونو کې تل ټينګار کړې چې دوی هيڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي.

طالبان وايي افغان مهاجر د پاکستان د ناامنيو مسئول نه دي او د پاکستان له حکومت څخه ېې غوښتي چې په عزت سره هېواد ته د افغانانو د بېرته ستنېدو له پاره اضافي وخت ورکړي.

په عين وخت کې په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه تور لګوي چې د پاکستان حکومت افغانان دې ته مجبوروي چې له پاکستان څخه ووځي چې د همدې له پاره هغوی ګواښي، ناوړه چلند ورسره کوي او په توقیف کې ېې اچوي. په دې لړ کې یو شمير افغانانو هم د پاکستاني چارواکو له خوا د خپلسرو نيولو او بډو اخیستلو شکایتونه کړي دي.

په کراچۍ کې د بشري حقونو فعاله منیزه کاکړ وايي: «د پاکستان قانون هر هغه شخص ته چې په دغه هېواد کې وي، د منصفانه عدالت حق ورکړی، خو دغه مهاجر له دغه حق څخه بې برخې کړل شوي دي.»

م.ک.ص./ا.ا./ج ا/ ص ز/(AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل