1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان افغانستان سره د چمن دروازه بېرته پرانيستله

۱۴۰۱ آبان ۳۰, دوشنبه

یوه پاکستاني چارواکي وويل چې له افغانستان سره د سپین بولدک - چمن دروازه چې تر يوې حملې وروسته تړل شوې وه، د دوشنبې په ورځ بېرته د سوداګرۍ مالونو د لیږد راليږد او پلې خلکو د تګ راتګ له پاره پرانيستل شوه.

پاکستان د سپين بولدک - چمن دروازه وروسته له هغې وتړله چې د نومبر په ۱۳مه یو وسلوال افغان پر پاکستاني سرتيرو ډزې وکړې ېو ېې وواژه او دوه نور ېې ټپيان کړل
پاکستان د سپين بولدک - چمن دروازه وروسته له هغې وتړله چې د نومبر په ۱۳مه یو وسلوال افغان پر پاکستاني سرتيرو ډزې وکړې ېو ېې وواژه او دوه نور ېې ټپيان کړلانځور: Jafar Khan/AP Photo/picture alliance

پاکستان د چمن دروازه چې د دوستۍ په دروازې هم یاديږي، وروسته له هغې وتړله چې د نومبر په ۱۳مه په دغه سرحد کې يو وسلوال افغان، یو پاکستانی سرتیری په ډزو وواژه او دوه نور ېې ټپيان کړل.

د سرحد تړل کېدل د سرحد په دواړو خواو کې سوداګرو ته د درنو مالي زیانونو د اوښتو سبب وګرځيد او په زرونو خلکو ته ېې سرګرداني رامنځ ته کړه.

په چمن کې د پاکستان د حکومت يوه چارواکي، عبدالمجید زهري، خبریالانو ته وویل چې سرحد د افغان چارواکو سره د خبرو اترو په نتيجه کې بېرته خلاص شوی.

حمله کونکی تر بريد وروسته تښتېدلی او دا چې ولې ېې پر پاکستاني سرتیرو حمله وکړه، انګیزه ېې په دقیقه توګه تر اوسه نه روښانه نه ده. زیاته شوې چې د موندلو په موخه ېې لټون جریان لري.

زهیري زیاته کړه چې افغان چارواکو هم د پاکستاني ساتونکي پر وژنه ژور خپګان ښودلی دی. اسوشتيد پریس د رپوټ په حواله طالبانو په سملاسي توګه څه نه دي ويلي.

د سرحد تړل کېدل د سرحد په دواړو خواو کې سوداګرو ته د درنو مالي زیانونو د اوښتو سبب وګرځيد او په زرونو خلکو ته ېې سرګرداني رامنځ ته کړهانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د يوې خپرې شوې ويډيو پر اساس، حمله کونکی چې د طالبانو د سرحدي ساتونکو په ساحه کې حضور لري، په ناڅاپي توګه خپل ټوپک راخلي او ډزې کوي. دغې پېښې پاکستان غوسه کړ او فوراً ېې سرحد وتړاوه.

طالبان ۱۵ میاشتې مخکې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، اما تر اوسه د پاکستان په ګډون هيڅ هیواد د دوی حکومت په رسميت نه دي پيژندلي. پاکستان هم په دې برخه کې د نورو هیوادونو په څير ټينګار کوي چې طالبان باید نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل او د ښځو او بشر حقونو ته درناوی وکړي. خو طالبانو تر دې مخکې په کراتو ويلي دي چې دوی د رسميت پيژندلو شرایط پوره کړي او نړيوال دې دوی په رسمیت وپيژني.

تر دې مخکې د طالب جنګیالیو او د ګاونډيو هیوادونو، پاکستان او ایران د سرحدي ساتونکو تر منځ په سرحد کې هم د ځينو وړو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

آ/م.ک.ص./ن.ز. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل