پاکستان: افغانستان پولې ته نژدې چاودنه کې ۱۱ کارګر وژل شوي
۱۴۰۲ مرداد ۲۹, یکشنبه
د شمالي وزيرستان له پاره یو لوړپوړي چارواکي، رحمان ګل خټک، په ېوه اعلاميه کې وېلی دي چې چاودنه د شنبې په ماښام هغه مهال رامنځ ته شوه چې د کارګرو په ليږدونکي موټر کې یو نښلول شوی بم وچاودید.
خټک زیاته کړه: «دغو کارګرو د پاکستان د پوځ له پاره په یوه پوسته کې چې د جوړېدو په حال کې ده، کار کاوه.»
په سيمه کې د پولیسو یو لوړپوړي افسر، امیر محمد خان هم دغه چاودنه او په کې د وژل شوو کسانو ارقام تائيد کړل.
ورته نور ولولئ: د م. فضل الرحمن د ګوند په غونډه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ دغه پېښه غندلې. هغه پر اکس شبکې چې پخوا پر ټويټر پېژندل کېدله، ليکلي: «زړه ماتوونکې ده چې په شمالي وزيرستان کې د دغه تروریستي بريد په هکله خبر شو چې ادعا کېږي ۱۱ بې ګناه کارګرو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د تاوتریخوالي دغه بې احساسه تروریستي عمل په کلکه غندو او د اغيزمنو کورنيو سره خپل پیوستون ښيو او ترڅنګ ېې ولاړ يو.»
په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو راوروسته په پاکستان کې وسلوالو بريدونو زور اخیستی دی. په پاکستان کې د حکومت ضد جنګېدونکې ډله تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پاکستان پوځ او پولیسو پر ضد د جنګ یو لوی کمپاین پیل کړی دی.
ورته نور ولولئ: شهباز شریف: طالبان دې پاکستان ته د جنګیالیو د تګ مخه ونیسي
اسلام آباد ادعا کوي چې په پاکستان کې د شوو بریدونو له ډلې ځېنې ېې د افغانستان په خاوره کې پلانيږي. په افغانستان کې بيا واکمن طالبان د پاکستان دغه ادعاوې ردوي او په کراتو ېې ويلي چې دوی هيڅ چا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل چا پر ضد استفاده وشي.
تېره میاشت په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند پر يوه غونډه یو ځانمرګی برید وشو چې په کې د ۳۲ ماشومانو په ګډون ۵۴ کسان ووژل شول. د دغه بريد مسئولیت داعش ډلې ومانه.
(AFP)mks/mns