پاکستان: امریکا دې د پاکستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي
۱۳۹۰ بهمن ۲۵, سهشنبهاعلان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات پر امریکا تور لگولی دئ چې د دغه هیواد د بلوچستان د قضیې په اړه امریکا د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا هغوي د نوموړې لاسوهنې په اړه امریکایي چارواکو ته خبر ورکړی دئ. د بهرنیو چارو د وزارت په وینا دغه تور د امریکا د سنا د مجلس د هغې غونډې په اړه دئ چې تیره اونۍ پرې پکښې د بلوچستان د وضعې په اړه بحث شوی وو.