باصالحه د ژوند د ورځينو اړتياو د پوره کولو له پاره هلې ځلې کوي. د هغې کلی له بسټيزو آسانتياو لکه ګاز، دوامدارې بريښنا او انترنت څخه محروم دی. خو د مېړه او زوی تر وژل کیدو وروسته هغې اميد له لاسه ور نه کړ. هغې ونه غوښتل چې دولتي مرسته چې د میاشتې لس زره کلدارې وې، ترلاسه کړي.
انځور: Saba Rehman/DW
په خياطۍ د لګښتونو پوره کول
هغې غوښتل چې اولادونه یې مناسبې زده کړي وکړي. نوموړې دويچه ويله ته وويل: «دا آسانه نه وه. يو وخت داسې هم راغې چې ما ويل زما ژوندي پاتيدل نوره ګټه نه لري او زه په دې ټولنه کې نور ژوند نه شم کولی.» هغه زياتوي چې په مومندو کې ښځې اجازه نه لري نزدې پراته بازار ته يوازې ولاړې شي. خياطي د هغې د عايد يوه مهم سرچينه ده. هغه د ميرمنو د يوه جوړه کاليو ګنډلو په بدل کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ کلدارې په لاس راوړي.
انځور: Saba Rehman/DW
د محرم شرط
باصالحه وايي چې د میړه تر مړينې وورسته به یې په کور کې ډوډۍ پخولې او کوچنيو لورګانو به یې د سړک پر غاړه پلورلې. بيا ېې لورګانې سترې شوې او دا کار یې نور نه شو کولی. هغه زياتوي: «همدا وو چې بيا ما د بړستنو په ګنډلو لاس پوري کړ او پر کليوالو به مې پلورلې.» په دغه سيمه کې ښځې بازار ته د تګ پر وخت د کورنۍ د يوه نارينه غړي له خوا بايد بدرګه شي، بې تفاوته ده چې په هر سن وي.
انځور: Saba Rehman/DW
د تاوتريخوالي راستنېدل؟
د پاکستان په شمالي او جنوبي قبایلي سيمو کې د تندلارتوب او ترهګرۍ په زرونو قربانيانې کورنۍ ژوند کوي. د باصالحه ليور عبدالرزاق وايي چې اوس یې هم هغه ورځ په ياد ده چې عبدالغفران د طالبانو په بريد کې ووژل شو. هغه هیله لري چې په سيمه کې یې يو ځل بيا تاوتريخوالي او ګډوډۍ رامنځته نه شي.
انځور: Saba Rehman/DW
انځورونه1 | 7
که څه هم د طالبانو ویاند د دې غونډې د اجنډا په اړه نور جزویات وړاندې نه کړل، خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې د طالبانو او پاکستان د مذاکراتو له لومړي پړاو وروسته یې خپره کړې وه راغلي دي: «دواړو خواو موافقه کړې ده چې په راتلونکو ورځو کې به د اوربند د دوام تضمینولو او د باور وړ میتودونو په وسیله د هغې د عملي کولو د تایید له پاره تعقیبي ناستې کوي او له دې لارې به په دواړو هیوادونو کې امنیت او ثبات ته له رسیدو سره مرسته کوي.»
پاکستاني چارواکو هم ویلي دي چې په دې ناسته کې په دوحه کې د ترلاسه شوي موافقې د نظارت پر میکانیزم بحث کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په دې اړه ویلي: «په تیرو دوه دریو ورځو کې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ کوم لوی برید نه دی شوی. په دې اساس نو د دوحې مذاکرات او پایلې یې مثمرې دي. مونږ لیواله یو چې دغه بهیر په استانبول او له استانبول وروسته هم دوام پیدا کړي.»
پاکستان هڅه کوي د افغانستان په سرحد کې وسله وال جنګیالي سرکوبه کړي. اندرابي وویل چې کابل ته روښانه پيغام شتون لري او هر وخت چې (افغان طالبان) خپل بریدونه ودروي او وسله والې ډلې کنترول او ونیسي «زمونږ اړیکې بیرته اصلي مسیر ته را ګرځیدلی شي.»
خو سره له دې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند واضح نه کړه چې له طالبانو سره د مذاکراتو له پاره کوم کسان ترکیې ته استول شوي دي.