1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان: بلوچستان کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۳ شهریور ۳, شنبه

د پاکستان په سویل لویدیځ بلوچستان ایالت کې »له لیري کنترولیدونکي بمي چاودنې« په پایله کې لږ تر لږه دوه ماشومان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي. چاودیدونکي مواد په یوه موټرسیکل کې ځای پرځای شوي وو.

د پولیسو په حواله د بلوچستان په پشین سیمې چاودنې په پایله کې دوه ماشومان وژل شوي، په داسې حال کې چې ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي
ارشیف انځور: د بلوچستان په بمي چاودنه کې د ټپیانو په منځ کې ۷ پولیس هم شامل ديانځور: Abdul Ghani Kakkar/DW

د پولیسو په حواله د بلوچستان په پشین سیمه کې د یوې چاودنې په پایله کې دوه ماشومان وژل شوي، په داسې حال کې چې ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د لومړنیو معلوماتو په حواله کیدای شي د مړو شمیر لوړ شي.

د ښار د یوه لوړپوړي پولیس افسر منظور بلیدي، په وینا «د ریموټ کنترول بم د چاودنې په پایله کې ټپيان شوو کې ۷ تنه د پولیس مامورین هم شامل دي.» نوموړي زیاته کړه چې چاودنه د پولیسو مرکز ته نږدې رامنځته شوې ده.

یوه بل پولیس افسر مجیب الرحمن وویل: «چاودیدونکي مواد په یوه درول شوي موټرسیکل کې ځای پرځای شوي وو، چې ترڅنګ یې تیریدونکي دوه ماشومان ځای پرځای ووژل شول.»

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ماشومانو پر وژل کیدو خپله خواشیني او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.

مجیب الرحمن زیاته کړې ده چې پولیسو پلټنې پیل کړي دي او په ټپیانو کې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

پاکستان: بلوڅانو ولې په مظاهرو لاس پورې کړی؟

03:05

This browser does not support the video element.

تر اوسه پورې کومې ډلې یا شخص د دې برید مسئولیت نه دی منلی، خو بلوچ بلیتون غوښتونکو ته د شک په سترګه کتل کیږي چې په تیرو څو میاشتو کې یې پر امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو خپل بریدونه ډیر کړي دي.

د طبیعي منابعو غیر عادلانه ویش

د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پروژو سربیره، بلوچستان د پاکستان تر ټولو بې وزله او کم نفوسه ایالت پاتې شوی دی. بیلتون غوښتونکي د پاکستان پر واکمنانو د طبیعي منابعو د غیر عادلانه ویش تور لګوي او د څو لسیزو راهیسې یې له تاوتریخوالي ډک اقداماتو لړۍ جاري ساتلې ده.

که څه هم د اسلام آباد حکومت په دغه ایالت کې د شورش د ختمولو له پاره پوځي عملیات هم ترسره کوي، خو په دغه ځای کې امنیتي وضعیت مخ پر خرابیدو دی. بلوچ بیلتون غوښوتونکو څو ځله په پاکستان کې د چین هیواد ګټې هم په نښه کړي دي. 

د سویلي آسیا د تروریزم پورتال د رپوټ پر بنسټ، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ترهګرۍ اړوند ۲۴۸ پيښې ثبت شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب