د چارواکو په حواله په بلوچستان ایالت کې يوه بمي بريد لږ تر لږه درې کسان وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي. په وژل شويو او ټپيانو کې پوليس هم شامل دي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
اعلان
پېښه پرون، چهار شنبه (د مارچ دويمه نيټه) د بلوچستان ایالت په مرکز کويټه ښار کې د پوليسو د یوې ګزمې پر مهال شوې ده او د پوليسو موټر یې په نخښه کړی دی. د سيمه ایزو پوليسو يوه چارواکي فدا حسين شاه د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «لږ تر لږه درې کسان وژل شوي چې د پوليسو يو لوړپوړی چارواکی هم پکې شامل دی.»
بلوچستان چې د مساحت له پلوه د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی، په طبيعي زيرمو سربیره هم د پاکستان تر ټولو بې وزله ايالت دی. دلته د بلوڅو د بیلتون غوښتونکو ډلو، د پاکستان تحريک طالبان او داعش ډلې ترڅنګ نورې ډلې هم فعالې دي.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه نه دی منلې که څه هم چې بلوڅ بيلتون غوښتونکو په دې تېرو میاشت کې پر امنيتي ځواکونو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.
تېره مياشت هم لږ تر لږه نهه عسکر هغه وخت ووژل شول چې بلوڅ بيلتون غوښتونکو په همدې ایالت کې د پوځ پر دوو پوستو بريدونه وکړل. په سيمه کې د چين له خوا د «کمربند او سړک» یا سيپیک د پروژې په ترڅ کې د پانګونې سره ترنګلتيا نوره هم ډېره شوې ده ځکه د سيمې اوسيدونکي وايي چې دغو پروژې دوی ته هیڅ ګټه نه ده رسېدلې.
ب. ص/ خ.ح (AFP)
زموږ له آرشيف څخه:
له ترهګرۍ تر ټولو زيات زيانمن سوي هيوادونه وپېژنئ
له ترهګرۍ څخه زيات زيانمن سوي هيوادونه کوم دي؟ د افتصاد او سولي انستيتيوت په دې تړاو د هيوادونو ليست خپور کړی دی چي تر ټولو زيات دغه هيوادونه ترې زيانمن سوي دي.
انځور: Mohammad Jan Aria/Xinhua/Imago Images
۱۰ مقام ـ فیلیپین
د اقتصاد او سولي انستيتيوت په ۲۰۲۰م کال کي له ترهګرۍ څخه د زيات اغېزمن سوو هيوادونو په هکله يوه څېړنه کړې او نتايج يې د يو ليست په شکل کي خپاره کړي دي. په دغه ليست کي هغه هيوادونه شامل سوي چي له ترهګرۍ زيات زيانمن سوي دي. فيليپين ته له ممکنه ۱۰ نمرو څخه ۷ نمرې ورکړل سوي او پر لسم مقام دی. [منبع: د اقتصاد او سولې انستيتيوت آستراليا]
انځور: Getty Images/AFP/M. Dejeto
۹ ځای ـ د کانګو ديموکراتيک جمهوريت
د کانګو ديموکراتيک جمهوريت له ترهګرۍ څخه د زيانمن سوو هيوادونو په ليست کي ۹ ځای نيولی. د اقتصاد او سولې انستيتيوت د ترهګرۍ په اړونده راپور کي دغه هيواد ته له ممکنه ۱۰ نمرو څخه ۷،۱۷ نمرې ورکړي دي. کانگو د تاوتريخوالي يو اوږد تاريخ لري.
هند بيا د ترهگرۍ په برخه کي تر ډېره له جمو او کشمير سيمي څخه اغېزمني سوی دی. د اقتصاد او سولي انستيتيوت په هغه ليست کي چي له ترهګرۍ څخه د زياتو زيانمن سوو هيوادونو په اړه جوړ سوی دی، هند پکښې پر ۸ ځای دی. په ياد راپور کي هند ته له ممکنه ۱۰ نمرو څخه ۷،۳۵ منفي نمرې ورکړل سوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/I. Mukherjee
۷ مقام ـ پاکستان
د افغانستان ګاونډی هيواد پاکستان هم له ترهګرۍ څخه د زيان ليدونکو هيوادونو په ليست کي شامل او پر ۷ مقام دی. دغه هيواد ته ۷،۵۸ منفي نمرې ورکړل سوي دي.
انځور: Reuters/M. Raza
۶ مقام ـ يمن
يمن، نه يوازي دا چي په نړۍ کي يو له بې وزلو هيوادونو څخه دی، بلکي له ترهګرۍ څخه د زيات زيان ليدونکو هيوادونو په ليست کي هم شامل دی. دغه هيواد ۷،۵۸ منفې نمرې لري او په دې توګه ۶ ځای ورکړل سوی دی. له حوثي ياغيانو سره د حکومتي ځواکونو جنگ په دغه هيواد کي لوږه هم حاکمه کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Arhab
۵ ـ سوماليا
د ختيځي افريقا دغه هيواد (سوماليا) په نړيواله توګه له ترهګرۍ څخه له زيات زيانمن کېدونکو هيوادونو څخه يو دی. په راپور کي دغه هيواد ته له ممکنه ۱۰ نمرو څخه ۷،۶۴ منفي نمرې ورکړل سوي دي. په دغه هيواد کي ۷۰۰ امريکايي عسکر مېشته دي. هلته د الشباب په نوم وسله واله ډله له زيات وخت راهيسي فعاله ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Abdi Warsameh
۴ ـ سوريه
سوريه له ترهګرۍ څخه د زيات زيان ليدونکو هيوادونو په قطار کي پر څلورم ځای دی. د اقتصاد او سولې انستيتيوت په خپل راپور کي دغه هيواد ته له ممکنه ۱۰ نمرو څخه ۷،۷۷ مفني نمرې ورکړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Anha
۳ ـ نايجيريا
نايجيريا له ترهګرۍ څخه دريم تر ټولو زيات زيانمن سوی هيواد دی. د اقتصاد او سولي انستيتيوت دغه هيواد ته د ۲۰۲۰م کال له پاره له ۱۰ څخه ۸،۳۱ منفي نمرې ورکړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
۲ مقام ـ عراق
تر افغانستان وروسته عراق په ۲۰۲۰م کال کي په ټوله نړۍ کي له ترهګرۍ څخه د زياتو زيانمن سوو هيوادونو په کتار کي دوهم ځای نيول دی. د اقتصاد او سولي په اړونده راپور کي ورته له ۱۰ څخه ۸،۶۸ منفي نمرې ورکړل سوي دي.
انځور: Reuters/G. Tomasevic
۱- افغانستان
افغانستان له ترهگرۍ څخه د زيانمن سوو هيوادونو په ليست کي لومړی سوی دی. دغه هيواد له ترهگرۍ څخه د زيانمن سوو هيوادونو په هغه ليست کي چي د اقتصاد او سولي انستيتيوت له خوا خپور سوی دی، افغانستان يې په سر کي دی. دغه هيواد ته ۹،۵۹ منفي نمرې ورکړل سوي دي.