پاکستان به افغانستان ته اکمالاتی لاره بیرته پرانیزي
۱۳۹۱ تیر ۱۴, چهارشنبهاعلان
په افغانستان کي نړیوال ځواکونه کولای سي بیرته خپل اکمالات د پاکستان له لاري تر لاسه کړي. لکه څرنګه چي د امریکا خارجه وزیري هيلري کلینتن ويلي دي، د پاکستان حکومت هغه اکمالاتي لاره بیرته پرانیزي چي د تېرکال په نوومبر کي ئې پر پاکستاني پوستو باندي د ناتو ترهوايي بریدونو وروسته تړلې وه. د دغه کار په مقابل کي دې د پاکستان څخه د دغې پېښي له امله بخښنه وغوښته چي پکښي هغه وخت ۲۴ تنه پاکستاني سرتېري وژل سوي وه. دغه اکمالاتي لار په افغانستان کي د میشتو بهرنیو ځواکونو له پاره ډېره مهمه ده. همدارنګه په ۲۰۱۴ کال کي د خارجي ځواکونو تر وتلو وروسته هم د دغي لاري پرانیستل ډېر اهمیت لري.