پاکستان بیا د افغانستان پر درو ولایتونو هوایي بریدونه کړي
۱۴۰۵ تیر ۸, دوشنبه
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تاړړ د دوشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو پکتیا، پکتیکا او کونړ کې یې د هوایي بریدونو په ترڅ کې په پراخه پیمانه وسلې او مرمۍ یا تجهیزات لمنځه وړي دي.
همدرانګه د امنیتي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې له پاکستاني طالبانو څخه د جلا شوي ډلې جماعت الاحرار یو قوماندان هم په سرحدي سیمه کې وژل شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو ادارې پر پاکستان تور لګولی دی چې په هوایي برید کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي کسان وژلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند حمدالله فطرت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې د پاکستان د هوایي ځواکونو په وروستیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ ملکیان وژل شوي او ۱۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد، په ایکس شبکه کې دغه برید د بزدلانه عمل په بللو سره غندلي دي. مجاهد زیاته کړې ده چې دغه بریدونه به د دواړو هیوادنونو ترمنځ یو وار بیا د تشنج د زیاتیدو سبب شي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تاړړ، په خبره پاکستان په دغه هیواد کې د وروستي برید ځواب په پوځي عملیاتو سره ورکړی دی. د پاکستاني پوځ په حواله د جماعت الاحرار ډلې جنګیالیو د شنبې په ورځ د سنده ایالت په کراچۍ ښار کې د نیمه پوځي رنجرز ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړچې په پایله کې یې د رنجرز ځواکونو درې کسان ووژل شول.
په اسلام آباد کې حکومت په افغانستان کې د طالبانو پر رهبرۍ تور لګوي چې دوی ترهګرو ته پناه ورکوي، کوم چې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه پلانوي. خو افغان طالبانو په وار وار دغه تورونه رد کړي او ویلې یې دي چې دغه تاوتریخوالی د پاکستان داخلي ستونزه ده.
پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته غبرګونونه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ایکس شبکه کې د یوه پوست په خپرولو سره په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د استوګنې پر سیمو د پاکستان هوایي بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت څخه سرغړونه او د نړیوالو قوانینو خلاف بللی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې ده: «د پاکستان خیر په دې کې دی چې جګړه ایز سیاست له دوام ورکولو او د افراطیت پر وړاندې له دوه ګوني چلند څخه لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او نړیوالو اصولو پر بنسټ تعامل وشي.»
حامد کرزي د دې پيښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.