پاکستان؛ جلا بریدونو کې ۲۰ سرتیري او ۳ ملکي وګړي وژل شوي
۱۴۰۴ مهر ۱۹, شنبه
لومړی برید د خیبرپښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر یوه مرکز ترسره شو، چې د دواړو لوریو تر منځ نښته کې اوه پولیس او شپږ وسله وال ووژل شول او ۱۳ افسران پکې ټپیان شول.
دغه راز، د جمعې پر ورځ د همدې ایالت په خیبر سیمه کې هم ډیورنډ کرښې ته نیږدې سیمه کې هم وسله وال برید کې ۱۱ نیمه پوځي سرتیري وژل شوي دي.
د پاکستان امنیتي چارواکو د شنبې پر ورځ فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، چې په باجوړ کې هم د وسله والو او ملېشه ځواکونو تر منځ یوې جلا نښته کې د درېو ملکي وګړیو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.
پاکستاني طالبانو د خواله رسنیو پیغامونو کې د دغو دوو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخستی؛ خو د دیره اسماعیل خان تر برید وروسته یې پر دغې مرکز برید کې لاس لرل رد کړي دي.
ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان له طالبانو جلا ډله ده؛ خو له هغوی سره نیږدې اړیکې لري.
د ډیره اسماعیل خان د پولیسو پر مرکز برید
د خیبرپښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان راتالاکولاچي سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز د جمعې شپې وسله وال برید داسې مهال کېږي، چې دغه هېواد مخ په خرابېدو امنیتي حالت تجربه کوي.
پولیسو د شنبې پر ورځ وویل، چې بریدګرو له درنو وسلو څخه په کار اخستنې لومړۍ د پولیسو د مرکز په دروازه کې موټربم برید کړی او وروسته یې دغې مرکز ته د ننوتلو هڅه کړې ده.
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر سجاد احمد اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته وویل:«له لومړنۍ چاودنې وروسته بریدګر وتوانېدل چې په دغې مرکز، چې شاوخوا ۲۰۰ تازه جذب شوي سرتېري او روزونکي یې پکې وو، برید وکړي.»
اړوند: د پاکستان پوځ: په وسله واله نښته کې ۱۱ عسکر او ۱۹ وسله وال وژل شوي
د وسله والو او پولیسو تر منځ دغې نښتې نیږدې شپږ ساعته دوام وکړ، چې د پولیسو د مشر په وینا، شپږ پولیس وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شول. د پولیسو د بیان له مخې، دا همغږي شوی برید وسله والو د درنو وسلو په کارونې سره پیل کړ. ویل شوي، هغه پولیس چې په دنده کې وو، برید ته یې ځواب ورکړ او همدا لامل و، چې د دنې مرګ، ژوبلې مخه ونیول شوه.
د برید پیل کې له چاودېدونکیو توکیو ډک موټر د پولیسو د روزنې له عمومي دروازې سره وچاودېد، چې له امله د مرکز دېوال ونړید او یو پولیس پکې ووژل شو. د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، چې وروسته وسله وال په یونیفورم کې مرکز ته دننه شول او د نارنجکونو په کارونې سره د دواړو لوریو تر منځ جګړه ونښته.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې پولیسو وروسته دغلته عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال ووژل او دوی د ځانمرګو واسکټونه، چاودېدونکي توکي، وسلې او مهات یې ونیول. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د وژل شویو سرتېرو زړورتیا او قرباني ستایلې ده.
پیل کې پاکستاني طالبانو د دغې برید مسئولیت ومانه؛ خو وروسته یې بله خبرپاڼه خپره کړه او په یاد برید کې یې لاس لرل رد کړل. پاکستاني طالبان د افغان طالبانو متحدین ګڼل کېږي؛ خو له هغې جدا فعالیت کوي.
اړوند: د پاکستان پوځ وايي هغه ۳۰ وسله وال یې وژلي چې د عسکرو په وژلو کې یې لاس درلود
د جمعې پر ورځ د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وویل:«له ۲۰۲۱ کال وروسته ترهګري زیاته شوې، په ځانګړې توګه د پاکستان په شمالي لویدیځ خیبرپښتونخوا کې چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.»
هغه په یوې خبري ناسته کې وویل، چې پاکستان په وروستیو کلونو کې د ترهګرۍ پر ضد ګڼ عملیات کړي دي.
احمد شریف چودري وویل، سږ کال د سیپټمبر تر ۱۵ نېټې امنیتي ځواکونو له ۱۰ زرو ډېر عملیات کړي دي، چې په هغې کې ۹۷۰ وسله وال وژل شوي او د دوی اړخ ته هم ۳۱۱ سرتیري او ۷۳ افسران وژل شوي دي.
خیبرپښتونخوا کې دا بریدونه وروسته له هغې وشول، چې د افغانستان پلازمېنه کابل او پکتییا ولایت کې د هوايي بریدونو خبرونه ورکړل شول.
افغانستان کې د طالبانو ادارې د باندنیو چارو او دفاع وزیرانو که څه هم ظاهرا پر پکتیا د پاکستان د هوايي بریدونو غندنه کړې؛ خو دا یې نه دي ویلي چې په کابل کې د چاودنو تر شاه د کوم هېواد لاس و. پاکستان افغانستان کې د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دا یې ویلي چې حق لري د وسله والو د نفوذ پراخېدو له پاره له ځانه دفاع وکړي.