پاکستان: ترهګرو مو پنځه کومانډو سرتیري وژلي
۱۳۹۹ مرداد ۷, سهشنبهد پولیسو په وینا، د سه شنبې په ورځ سهار مهال د ترهګرۍ ضد پاکستاني کومانډو ځواکونو د پیښور ښار په ۴۶۰ کیلومترۍ کې پروت د چیلاس په سیمه کې د جنګیالو پر ضد عملیات وکړ. پولیسو ویلي دي چې د عملیاتو په ترڅ کې شدید جنګ هم شوی دی چې په پایله کې يې د کومانډو پنځه سرتیري وژل شوي دي.
د امتیاز خان په نامه د پولیسو یوه چارواکي وویل چې جګړې د څو ساعتونو له پاره دوام وکړ. د هغه په خبره، په دې عملیاتو کې د وسلو او چاودیدونکو توکو یوه زیرمه کشف شوه او دوه تنه جنګیالي هم وژل شوي دي.
تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې وژل شوي جنګیالي د کومې ډلې اړوند دي، خو په پاکستان او په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستاني طالبانو ډله ډیر فعالیت او پراخ حضور لري.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان یو شمیر جنګیالي د افغانستان په خاوره کې خوندي پټنځایونه لري.
سربیره پر دې، څه موده وړاندې ملګرو ملتونو د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي ول چې اوسمهال شاوخوا ۶۰۰۰ پاکستاني جنګیالي په افغانستان کې پټ دي، چې په خبره یې زیاتره یې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې دي.
ملګرو ملتونو همدا راز زیاته کړې وه چې یو شمیر پاکستاني طالبان په افغانستان کې له داعش ډلې سره هم یوځای شوي دي.