1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: پاکستان ته د ۴ ټنه لیتیمو د قاچاق مخنیوی شوی

۱۴۰۲ خرداد ۲۸, یکشنبه

د طالبانو د مالېې وزارت وايي چې طالب مسئولانو په تورخم ګمرګ کې پاکستان ته د ۷۲ کیلوګرامه قيمتي ډبرې «کونزيټ» او څلور زره کيلوګرامه ليتيمو د قاچاق مخنه نيولې ده.

ليتيم - د آرشیف انځور
ليتيم - د آرشیف انځورانځور: Robert Michael/dpa/picture alliance

د طالبانو د مالېې وزارت نن يکشنبه (د ۲۰۲۳م کال د جون ۱۸مه) پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي چې د ۷۲ کیلوګرامو د کونزیت قيمتي ډبره پاکستان ته د قاچاق په موخه په یوه باروړونکې لارۍ کې په ماهرانه توګه ځای پر ځای شوې وه.

کونزيت د نړۍ له قيمتي ډبرو څخه ده چې د امريکا د قيمتي مرواريدو له کليمې څخه اخیستل شوې ده.

ورته نور ولولئ:  کانونو کې د افغان ماشومانو پر کار بندیز

د طالبانو د مالېې وزارت همدارنګه ويلي دي چې درې ورځې مخکې ېې هم په تورخم بندر کې پاکستان ته د څلور ټنه لیتيمو د قاچاق مخه نيولې وه.

په ننګرهار کې د ځايي طالب چارواکو په خبره، دغه مقدار ليتيم د ډبرو سکرو په یوه لارۍ کې ځای پرځای شوي ول. طالبانو د ليتيم د قاچاق په تور دوه تنه نيولي دي.

د لیتيم د توليد پر موضوع وېډیو وګورئ: 

د لیتیم کمیابه اوسپنه څرنگه په ښه توگه ترلاسه کیدای سي؟

25:00

This browser does not support the video element.

لیتيم د ګل خانه يي ګازاتو د کمښت په موخه یوه له ستراتيژيکو منابعو څخه ګڼل کيږي. له ليتيم څخه د برقي وسایلو د بطريو په جوړښت کې په پراخه کچه استفاده کيږي.

څو ورځې مخکې د کنړ ولایت يو شمېر اوسیدونکو ادعا وکړه چې د دغه ولایت د قيمتي ډبرو کانونه په خپل سري او غیرقانوني توګه کيندل او له افغانستانه بهر قاچاقيږي. هغوی ويلي وو چې د جمهوريت نظام تر ړنګېدو وروسته د دغو کانونو غیرقانوني کېندنو زور اخیستی دی.

ورته نور ولولئ:  طالبانو د چین له سفیر سره د بانکي اړیکو په اړه خبري کړي دي

د افغانستان په ختيځ کې پروت کنړ ولایت د قيمتي ډبرو لکه کونزيت، بیروج، بلور، مورګانيت، مګنتيت  او همدارنګه د نورو با ارزښته ډبرو کانونه لري.

له افغانستانه بهر، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته د قيمتي ډبرو قاچاق، کومه نوې خبره نه ده. د افغانستان د قيمتي ډبرو کانونه له کلونو راهیسې د ځايي زورواکانو او شورشي ډلو له خوا استخراج او قاچاقيږي. دغو ډلو په هر دور کې د دغو منابعو له قاچاق څخه په مستقیم یا په غیر مستقیم توګه خپلې ګټې ترلاسه کړي دي.

دويچه ويله د/م.ک.ص./ا.ا.

د کانونو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یوه وېډیو وګورئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل