1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په خړ لیست کې پاتې او ایران په تور لیست کې شامل شوی

۱۳۹۸ اسفند ۳, شنبه

د مالي اقداماتو کاري ډلې (ایف. ای .ټي. ایف) پریکړه کړې ده چې پاکستان به د جون تر میاشتې پورې په خړ لیست کې پاتې وي. بل لور ته د څار نوموړي ډلې ایران په تور لیست کې شامل کړی دی.

Symbolbild Pakistan und Iran
انځور: Colourbox/A. Mijatovic

د فايننشل ایکشن ټاسک فورس یا د مالي اقداماتو کاري ډلې له خوا د جمعې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې په ۲۱ نیټه) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د پيسو سپينولو او د ترهګرۍ د مالي تمويل په برخو کې د کافي اقداماتو د نه کولو له امله تر جون میاشتې یعنې د دغې ډلې تر راتلونکي غونډې پورې به پاکستان په خړ لیست کې پاتې وي. ویل شوي دي چې پاکستان یو څه اقدامات کړي دي، نو له همدې امله دغه هیواد ته چانس ورکول شوی دی چې د ورکړل شوي عملي پلان په اساس دقیق اقدامات ترسره کړي.

شپږ میاشتې مخکې هم د دې مهم سازمان په غونډه کې په خړ لیست کې د پاکستان د ساتل کیدو پریکړه شوې وه. د جمعې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې په ۲۱ نیټه) د مالي اقداماتو کاري ډلې (ایف. ای .ټي. ایف) په غونډه کې د پيسو سپینولو او د ترهګرۍ د مالي منابعو د کنترول په برخه کې د اسلام آباد د حکومت د اقداماتو ارزونه وشوه.

په ۲۰۱۸ م کال کې د امریکا متحده ایالاتو او د هغې د اروپایي متحدینو په غوښتنې سره ایف. ای .ټي. ایف پاکستان په خړ لیست کې شامل کړی وو. په دې لیست کې هغه هیوادونه شاملیږي په کومو کې چې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د کنترول په برخه کې په کافي اندازه اقدامات نه وي ترسره شوي.

د مالي اقداماتو کاري ډلې پاکستان ته یو ۲۷ ماده لرونکی عملي پلان ورکړی وو چې له مخې یې باید پاکستان په مرحله واره توګه د پيسو د سپینولو او ترهګرۍ د تمویل د سرچینو د مخنیوي له پاره کوټلي ګامونه پورته کړي وای. د پاکستان حکومت تر اوسه پورې ونه شوای کولی چې له ۳۶ هیوادونو څخه جوړې دغې ډلې ته ډاډ ورکړي. دا چې پاکستان تر اوسه پورې په دې برخه کې یو اندازه اقدامات کړي دي، نو له دې امله په تور لیست کې نه دی شامل کړای شوی.

بل لور ته د مالي اقداماتو کاري ډلې ایران په تور لیست کې شامل کړی دی. ویل شوي دي چې د تهران حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو معیارونو د پوره کولو په برخه کې پاتې راغلی دی. ایران د تیرو دریو کلونو راهیسې په خړ لیست کې وو او په دې موده کې څو وارې ورته خبردارې هم ورکړل شوی دی. البته دغې ډلې ایران ته موقع ورکړې ده چې د نړیوالو معیارونو په پوره کولو سره له دې لیست څخه ووځي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن. ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب