1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ابابیل په نوم بالستیک توغندي آزموینه کړې

۱۴۰۲ مهر ۲۷, پنجشنبه

ابابیل له ځمکې څخه ځمکې ته توغول کیدونکی بالستیک توغندی دی چې د اسلام آباد او ډهلي ترمنځ د واټن درې برابره، یعنې ۲۲۰۰ کیلومتره پورې فاصله وهلې شي. د پاکستان پوځ تیره ورځ د توغندیو د دې سیستم بریالۍ ازموینه ترسره کړه.

Pakistan Ababeel surface-to-surface ballistic missile
انځور: picture alliance/AA/Pakistani Army Handout

د پاکستان پوځ په حواله «د توغندیو د دې سیستم هدف په سیمه کې د دفاعي ځواک پیاوړي کول او د ستراتیژیک ثبات مستحکم کول دي.» د پاکستان پوځ ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ یې د ابابیل توغندیو د سیستم بریالۍ آزموینه کړې ده.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اس پي ار) له خوا خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي دي چې ابابیل له ځمکې څخه ځمکې ته د منځني واټن بالستیک توغندی دی چې پاکستان جوړ کړی دی.

د دې سیستم هدف څه دی؟

د (آی اس پي ار) د اعلامیې په حواله «د توغندیو د دې سیستم هدف په سیمه کې د ستراتیژیک ثبات پیاوړې کول دي. د دې ازموینې هدف د مختلفو طرحو، مسلکي پرامترونو او د مختلفو وسلو د سیستمونو ارزونه وه.»

د پاکستان ولسمشر داکتر عارف علوي، سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ او د پوځي خدماتو مشر هم د دې کامیابۍ له کبله د ستراتیژیکو ځواکونو ټولو غړو ته مبارکي ویلې ده.

د توغندیو نورو سیستمونو ته امادګي

پاکستان تر دې مخکې په ۲۰۲۱م کال کې هم په دغه هیواد کې د جوړ شوي له لیري کنترولیدونکي «فتح-۱» توغندي بریالۍ آزموینه کړې وه.

د پاکستان هوایي ځواکونو د دسمبر پر ۳۰ نېټه د ټهنډر بلاک- -JF۱۷ ډوله جنکي الوتکو په جوړولو سره یو مهم بنسټ کيښود. انځور: Getty Images

دغه توغندی تر ۱۴۰ کیلومترو پورې په دقیق ډول د هدف په نخښه کولو توان لري.

بل لور ته د پاکستان هوایي ځواکونو د دسمبر پر ۳۰ نېټه د ټهنډر بلاک- -JF۱۷ ډوله جنکي الوتکو د جوړولو په پیلولو سره یو مهم بنسټ کيښود. دا په عصري رادار سیستم سمبال دی او د هند د رفایل الوتکو د وړتیاو مقابله کولی شي.

د یادونې وړ ده چې په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان او هند تر ویش یا تقسیم وروسته د دغو هیوادونو ترمنځ درې جنګونه شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب